عـــلــی سیــــنــا
۱۰ جون ۲۰۱۸



د ګران ملګري مجید کلکاني دهیوادپالنې او استعمار
نه د خلاصون سرې کرښی هر کله په تورتمونو کښی ځلیږي

پـه جـهان دننګیالــو دي دا دوه کــاره

یا به اوخرې ککرئ یا به کامران شې

افغانستان هغه هیواد دی چی له بده مرغه د پیړیو په لړ کښی – د ځانګړي جغرافیایی موقعیت له کبله ـ هر کله د یرغلګرو پام یی ځآن ته اړولئ چی بیا هغوی د دنني تالیڅټو او مریانو په مرسته ډیر ځلی او بیا ځلي زمونږپه هیواد یی یرغل کړئ دئ. دې غمیزې دا دی تر اوسه دوام پیدا کړې او زمونږ بی وسه ولس یی دغمونو او ویر په ټغر کینولې دئ.
که د یوی خوا دلته هر کله یرغل او بلوا دوام پیدا کړئ، خو له بلی خوا هر کله او د هر راز ژوي او وینې خوړونکو ځناورو یرغلګرو په ضد دلته مقاومت ، خپلواکي غوښتنه او دی موخوته د رسیدو په خاطر ډیرو قهرمانانو سر جګ کړئ او د نه منلو او خپلواکئ ته د رسیدلو د مینې ډکه کریکه یی داسی په ځغرده او جګ اواز یی جګه کړې چی ټوله نړی یی لړزولی ده.
په معاصره تاریخ کښی د مجید کلکاني نوم هغه دهیواد پالنی او خپلواکئ ته د رسیدلو علمی او انقلابی محراق ګرزیدلای چی کومې ځلانده  کرښی د هیواد پالنی چی هغه د خپلو سپیڅلو وینو او هلوځلو په ترڅ کی د تاریخ په تندي لکیلي دي تل تر پایه به داکرښې د هیوادمینو او هیواد پلورونکو تر منځه به بیلتون راولي او دادئ دا کرښی د محک په تیږو بدلی شوي دي.
زمونږ هغه ګران ملګري  د روسانو د "سره پوځ" د یرغل په وخت کښی د هغوی راتګ یی یرغل بللئ وو او داسی سره  کرښه یی په خپله توره لیکلې وه چی د افغان ولس او روسانو او د هغوی ګوډاګیانو تر منځه هیڅ کله آشتی او جوړښت نشته او یواځی د ګولیو سور اور کولای شي زمونږ مشکل حل کړي؛ نوهغه وو چی خپله تر مخه شو او د سرښیندنو او انقلابی هلوځلو میدان ته یی ودانګل او افغان ولس او نړیوالوته یی اعلان وکړ چی:

روس ها از ملک ما بیرون شوید             ورنه غرق رودبار خون شوید

این بخارا نیست، خاک آریاست               مهد شیر و میهن شمشیر هاست

ګرانه لوستونکیه!
که چیرته یو وار په ځغلنده توګه ته د افغانستان د خپلواکئ بخښونکي سازمان – ساما ـ لومړنئ شب نامی ولولی، نو بیا به دهغه انقلابی ځیرتوب او ډیر روښانه لیدلورو ته هک او پک حیران شې چی څنګه روښانه هغه نه یواځی د روسي ضد علمی – انقلابی دریځ درلود چی د توري ارتجاع او نړی خور امپریالیسم – امریکا او دهغه مرستیالانو ـ په هکله یی هم شه او لمر شانته روښانه سنګر درلود.
ملګري مجید په هغه وخت کښی وړاندوینه کړی وه چی لویدیځ نړئ خوره امپریالیسم څرنګه غواړي چی دا زمونږ هیواد چی دا دئ روسانو په خوله کړئ او غواړي چی یو مړئ یی کړي، خو له بلی خوا د امریکی امپریالیسم او سیمه ییزه ارتجاع هم غواړي چی دا مړې د روسانو دخولی یی را وباسي او هغوی یی قورته کړي.
هغه ویلی ول چی دا دواړه روسی او امریکایی یرغلګرو زمونږ ولس ته په یو شان تمه او پلمه ګوري ، دا چی دواړه یی په ظاهري بڼه او شعارونو سره توپیر لري؛ خو په اصل کښی دواړه مونږ ته یو شان دي. یویی د "سوسیالیسم" او "انترناسیولیسم" مرستو په پلمه او بل یی د دین او اسلامی مرستو په پلمه او نقاب په نامه مونږ ته یو شانته موخې او بهانې لري.
هغه دوی – امریکایانو او دهغوی مرستیالانو – سره هم د حل لیاره یواځې د توپک په خوله او ګولیو اعلانولو او ملګرو او افغان ولس یی ویښیدو او هوښیارئ ته رابله. هغه ټولی منځنئ او د  روغی جوړي لیارې تړلې بللی او هر راز ملګرتیا او مرستیالی یی د اژدها سره ملګرتیا بلله او دواړه یرغلګر قوتونه یی نړی خواره او زمونږ وینی څښونکي بلل.
هماغه شانته چی روسانو خپل راتګ ته پلمې جوړولی تر څو افغان ولس او نړیوال د افغانستان په هکله وغولوي؛ دا دی د ۱۳۸۰ کلونو را په دی خوا چی زمونږ هیواد ته امریکایانو او د هغوی نورو ناتویی وینی څښونکو زمونږ په خاوره نظامی برید کړی دي، د دی اوه لسو کلونو په ترڅ دا روښانه او جوته شوه چی د ملګري مجید دهیوادپالنی کرښه روښانه او رښتینی ده چی هیڅکله امپریالیسم نشی کیدای چی د وروسته پاتو – او وروسته ساتل شوو – دوست او خواخوږې پاتی شي. هغوی د ډیرو پلمو او دسیسو څخه کار اخلی ترڅو وکولای شي افغان ولس او د نړی خلک وغولوي او په ظاهره شنو او زرغونو پلمو او جامو په نامه زمونږ دهیواد شتمنی او ارزښتونه په خاورو یو کړي او دوي زمونږ د وینو په پلورلو او اخیستلو ځانونه سپیڅلی او مهربانه انسانان وښیی.
دوی په دی پلمه چی مونږد تروریسم دښمنان یو او دلته  دموکراسی، د بشرحقوق ، دښځو حقوق او ټولنیز عدالت واکمنوو او ډیرې ډنډورې او کیکارې یی وکړې چی مونږ دې وږي او فقیره ولس ته هوساینه ، پرمختګ او ترقي ور په برخه کوو؛ خو دا دئ د دی تیرو کلونو په ترڅ کې ولیدل شول چی دا ټول هسی پلمی او د خلکوپه سترګو خاوري شیندل ول. دوی هم لکه د روسانو په شان هر څه چی کوي او هر راز مالی مصارف چی کوي، هغه د تیر ایستلو او غولولو د پاره کوي او یرغلګر او دهغوی هیوادني مزدوران هیڅکله زمونږ رښتینی دوستان نشی کیدلای.
دا دئ دا اوس په ټول هیواد کښی ویره، تورتم، لوږه، بیکاری، ناامني، بی عدالتی، بی بازخواستی، بی قانوني او هر راز فساد خپور او ورځ په ورځ نور هم دا ناورین او بدمرغی مخ په زیاتیدو دي او ټول ولس په خپلو وینو او ویر کښی ډوب او د ژوند آخرنی سلګی یی د نړې غوږونو ته رسیږي.
د امریکی سړي خوره امپریالیسم ګټی په وراني، بی اتفاقی، جګړو، خپل منځي وژنو، بی قانونیت، بی عدالتی، جهالت، درغلي، غولونه او ژوی توب کښی نغښتی دي، هغوی ته پرمختګ، هوساینه او ترقی یوه پلمه ده او یواځی دهغوی ټولی مرستی دهغوی د افغانی مزدورانو او دهغوی په ګټه دي.
دا دی دا اوس دکابل ښار او نور ښارونو کښی هم امن او امان نشته او هیڅ هوښیاراو با درکه انسان ته په کار دي چی ددوی څخه د امن او امان انتظار هم ونلری.
هماغه شانته چی روسانو غوښتل چی د افغانستان څخه د خیزد تختی په شان ګټه واخلی او هغوی غوښتل چی د هندو تودو اوبو او خپلو نورو استعماری ګټو ته ورسیږي؛ دا دی په ډاګه لیدل کیږي چی امریکائیان او دهغوی نور ملګری هم د افغانستان څخه غواړي چی د منځنی آسیا د تیلو او نفتو ځیرمو ته ورسیږي او ایران، روسیه، چین او داسی نورهیوادونه د دی ځایه تر توری او بریښ لاندی ونیسی؛ له دی کبله دی چی دوی نشی کولای چی دا شانته لاس پوڅی سیمه ایز حکومتونه په افغانستان کی جوړ کړي چی افغان ولس ورته اړتیا لری.
څرنګه چی د سازمان په بیلابیلو لیکنو او لارښودونو کښی ویل کیدل چی امپریالیسم یوه ډیرسر لرونکی اژدها ده چی په بیل بیل تاکتیکونو او پلمو کار کوي، ځان په انسانی سرخابونو، ولس غولونکو شعارونو او... سمبالوي او د خپل  افغانی  مریانو ـ مجاهدینو، طالبانو، تکنوکراتانو، خلقیانو/ پرچمیانو، کیڼ لاسه پلورل شوو مزدورانو، داعش او داسی نورو بی پته او بی شرمه ګوډاګیانو - په مرسته د خپل شتون او ځواکمنی ته قانونیت په برخه کوي.
هوکی ګرانه لوستونکیه!
که وغواړې چی پوه شی چی د دې روان او بدمرغه ناورین او بی وسی نه د وتلو لیارکومه ده ؟ چا ته پناه یوړو؟ د چا څخه مرسته وغواړو؟ د نجات او خلاصون لیاره کومه ده؟ څه وشي چه بیا ونه غولیږو؟ څه وکړو چی تل تر پایه سولی او هوساینی ته ورسیږو؟ کوم سیاسی سازمان او خوځښت کولای شي چی مونږ ته همیشنی دخلاصون لیار راوښیی؟ او دسی نور...، زما په اند او فکر څه چی د افغانستان د څو لسیزو تجربو راوښودله چی یواځی د مجید انقلابی فکر او اندیښنی چی دهغه په سازمان  او نورو انقلابی قوونو کی شتون لری، کولای شی چی دا هیواد رښتینی خپلواکی او هوساینی ته ورسوي او نورې ټولی لیاری مو په نویو کندو او د یرغلتوب کندو ته مخ کوي.
تر څو چی د یرغلګرو ظلم او زیاتی وې، دافغان ولس منډی او هلی ځلی به دخلاصون د پاره دوام لري. دا ولس چی هر څومره بی وسه او بی لارښوده وي، خو خپلواکي غوښتنه د هغه د ژوندون په خټه کښی نغښتی او پری مین دې، خپل منزل ته به یوه ورځ رسیږي. دهغی ورځی په هیله.

مړ دی وي نړی خوره امپریالیسم او دهغه مرستیالان!
مړه دی هغه افغان هیوادپلورونکي چی امپریالیسم سره سمون او یووالی لري!
تل پاتی دی وي خپلواکي او رښتینی هوساینه او ټولنیز- اقتصادی پرمختګ!.