پیشګام
۰۹ جون ۲۰۲۴



تلیاد مجید کلکاني، د افغانستان د زیارکښانو مخکښ لارښود

نن د تلیاد مجید کلکاني د مرګ ۴۴ تلین دی، د دې مخکښ، د ولس د ګټو مدافع او قاطع مبارز یاد پرتمین ساتو. مجید کلکاني، د پرمختللي غورځنګ، د ولس او د زیارکښانو د آزادي بخښونکي یون او د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، د دموکراتیکې او پر برابرې ولاړې  ټولنې د مورچل یوه اوڅاره، نامي او ځلانده څېره وه.
تلیاد کلکاني د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د سلګونو نورو روڼاندو په شان، د ولس د هوساینۍ، ښېرازۍ او نېکمرغۍ په پار د مبارزې لار ونیوله او د ژوند تر پای پورې پر دې لاره لاړ. هغه د افغانستان د نورو مبارزو، مخکښو او تلپاتی څېرو، لکه اکرم یاري، ډاکټر فیض احمد، صادق یاري، سیدال سخندان، قیوم رهبر  او داسې نورو مبارزینو په شان زموږ د آزاي بخښونکي غورځنګ ځلانده او  سره غمي دي، چې د قربانیو درونای او یاد یې پرتمین ساتل زموږ دنده ده.
مجید کلکاني، د روسانو او د هغه د ګوډاګیان پر ضد د یوې آزادي بخښونکي ډلې رهبري په غاړه درلوده. مجید په دې باور و، چې د افغانستان خپلواکي یوازې هغه وخت ثمر ته رسېدلی شي، چې د بېوزلو وګړو هوساینه او نیکمرغي تضمین کړای شي. په همدې باوریې خپله ټوله انرژي، وخت، ژوند د خلکو د آزادۍ لپاره وقف او بلهاري کړ. مجید په دې باور درلود، چې د زیارکښانو تر مینځ قومي کشالې جوړول، ژبني مسئلو ته لمن وهل او توپير کول، نه یوازې دا چې د یو مخکښ مبارز کار نه دی، بلکې د یو مبارز لپاره شرمناک او کرکجن عمل ګڼل کیږي، ځکه له دې سره د آزادۍ او خلاصون په پار د ولس پیوستون زیان مومي. هغه په دې باور درلود، چې د افغانستان کارګران او دهقانان او نور زیارکښه وګړي د پیوستون، یووالي او ګډې مبارزې له لارې کولای شي ټولو ستمونو ته د پای ټکی کیږدي.
خو نن متاسفانه ګورو، چې جهادي جمعیتیان او شورای نظاریان او نورې ارتجاعي او متعصبې ډلې غواړي مجید د قوم او ژبې په نامه مصادره کړي او په دردناک ډول د دې مخکښ او انقلابي مبارز عکس د «خادم دین رسول الله»، د ربانی او مسعود او د نورو جنایتکارانو په کتار کې ثبت کړي. دا که له یوې خوا د مجید د  ځلاندې مبارزې سپکاوی دی، له بلې خوا زموږ د اکثریتو لارویانو بی تفاوتي، لټي او غیر انقلابی جوړجاړی ښکاره کوي، چې نه توانېدلی نه یوو چې مجید په واقعي توګه ولس ته وروپېژنی. مجید نه«آغا» و، نه «عیار»؛ هغه د یو انقلابي غورځنګ مخکښ او په پرمختللي اند سمبال یو منضبط، دریځ لرونکی او قاطع لارښود و.
له تلیاد مجید او نورو مخکښو او مبارزو لارښودو سره  فرقه ایزه چلند یو پرمختللی او انقلابی فرهنګ نه دی. له بده مرغه لیدل کېږي، چې له دې مخکښو رهبرانو سره فرقه ایزه چلند کیږي. روښانه ده، چې دې مخکښو رهبرانو هر یو، یو سازمان رهبري کوو، خو د ورځې په پای کې دا ټول د یو پرمختللي او انقلابي غورځنګ رهبران وو. که د دې غورځنګ یو غړی یوازې د مجید کلکاني او قیوم «رهبر» یاد پرتمین ساتي او هېڅکله د اکرم یاري، صادق یاري او ډاکتر فیض په یاد څو کرښې هم نه لیکي، داسې کس فرقه ایزه ساعتېره «مبارز» دی. که څوک د مجید له مبارزې څخه غږېږي، خو په ورته وخت کې د اکرم یاري او صادق یاري او ډاکټر فیض پر مبارزې چپه خوله پاتې کیږي او سکوت کوي، هر څه کېدای شي، پرته له هغه انقلابي څخه، چې انقلابي غورځنګ ته د یو کٌل په سترګه ګوري.
ښايي د دې فرهنګ په لا غوړېدلو کار وکړو، چې د پرمختللي او مخکښ غورځنګ تاریخ، مبارزه، شهیدان او تلیاد رهبران خپل وګڼو او د یو کٌل په توګه یی یاد پرتمین وساتو. موږ بې له شکه حق لرو، چې پر یو بل نیوکه وکړو، انتقاد وکړو، وړاندیز وکړو او د خپلو تلیادو رهبرانو کړنې، لاسته راوړنې او تېروتنې میزان او عیار کړو. خو په ورته وخت کې دنده لرو، چې یو بل حمایت کړو، د یو بل ملاتړ وکړو او د یو بل مبارزه، تاریخ او تلیاد رهبران، د غورځنګ د مبارزې، تاریخ او رهبرانو په توګه ولمانځو او درناوی یې وکړو.
موږ پر دې باور لرو که تلیاد مجید کلکاني ژوندی وی، هغه به همدا درس موږ ته راکړی وی، چې د مخکښ غورځنګ ګټه او نفعه، چې د ولسونو او وګړو نفعه ده، له هر څه پورته ده؛ د دې انقلابي غورځنګ مبارزه او تاریخ ګډ او مشترک دی او فرقه ایزه چلند یو ارتجاعي او غیر انقلابي کړنه ده. نو موږ ته په کار ده، چې د مجید کلکاني پر لار ودرومو او د غورځنګ له ګټې او منافعې په ټوله مانا دفاع وکړو او په بډاینې کې لا زیار وکاږو.
د روسانو ګوډاګیانو، خلقیانو او پرچمیانو زموږ غورځنګ د مجید کلکاني، اکرم یاري او صادق یاري او جهادي بنسټپالانو له سیدال سخندان، ډاکټر فیض احمد او قیوم رهبر او د سلګونو نوورو انقلابي روڼاندو څخه محروم کړ؛ خو دا غورځنګ به مخ په وړاندې بهانده درومي، که څه هم څپی یې اوس یو څه کراره بهیږي. موږ ډاډه یوو، چې د دې مخکښو  مبارزو وینې به یو ځل بیا زموږ د غورځنګ سیند  څپانده او بهانده کړي او د ولسونو ژوند به د هوساینۍ، برابرۍ، آزادۍ او نیمکرغۍ په څپو کې سمسور شي.

د تلیاد مجید کلکاني یاد پرتمین ساتو!