پیشګام
۲۸ دسمبر ۲۰۲۲



نفاق، افغانستان د تباهۍ کندې ته غورځوي

طالبانو د تیر په څیر په خپل راتګ سره یو وار بیا د افغانستان د قومونو تر منځ، ژبني او مذهبي اختلافونو ته په لمن وهلو سره په هیواد کې د لویو قومونو په ځانګړي ډول پښتنو، تاجیکو، هزاره او ازبیکو تر منځ د تربګنۍ، کرکې، دښمنۍ او جګړې په اور اچولو سره د هیواد د ټوټې ټوټې کولو هڅه پیل کړې. ټول په دې پوهیږو چې زموږ ګاونډي هیوادونه هیڅکله نه غواړې هیوادوال مو د سولې او سوکالۍ ساه وباسي او په آرامۍ او ورورګلوۍ کې ژوند وکړي، له دې کبله طالبان او د هغوی بهرني ملاتړي هڅه کوي څو په سیستماتیک ډول افغانان له پرمختګ څخه په شا کړي او پرې نږدي دوی او د دوی راتلونکي نسلونه په سوکالۍ او آرامۍ کې وخت تیر کړي. طالبان د دین او مذهب تر نوم لاندې نه پریږدي زموږ د هیواد میرمنې او نجونې د نورو ملتونو په څیر پرمختګ وکړي، تعلیم او زده کړې وکړي او د هیواد د نیمایي نفوس په توګه د هیواد په آبادولو او رغولو کې له نارینه‌و سره اوږه په اوږه کار وکړي. طالبان د هر ډول پرمختګ دښمنان دي. دوی نه غواړي چې موږ د پردیو له احتیاج څخه ځان راوباسو؛ له دې کبله هڅه کوي له دین او شریعت څخه په استفادې د هر ډول پرمختګ مخه ونیسي.
د طالبانو له وحشته ډکې او کرکجنې حکومتولۍ څخه خلک پوزې ته رسیدلي دي، خلک په هیڅ ډول نه غواړي د طالبانو د اسلامي امارت د تورې واکمنۍ لاندې ژوند تیر کړي، خو دا په دې معنا نه ده چې خلک د باران لاندې نه راپاڅي او د ناوې لاندې کښيني.د طالبانو د وحشت او بربریت څخه ډکې واکمنۍ په شتون کې او له وضعیت څخه په استفادې ځینې نورې پلورل شوې کړۍ د «مقاومت» تر نوم لاندې چې د هغوی تیرې کړنې هم زموږ هیوادوالو ته څرګندې دي، هڅه کوي هیواد د تجزیې او ټوټه کیدو کندې پر لور رهي کړي. دوی په ښکاره ډول د پښتنو په وړاندې خپله کرکه او تعصب بیانوي او غواړي داسې وښيیي چې ګنې ټول پښتانه د طالبانو په څیر د تمدن او پرمختګ له کاروان څخه لیرې دي او یوازې د ځانمرګو بریدونو او وژنو لیوال دي. دوی په ښه ډول پوهیږي چې اکثریت پښتانه نه طالبان غواړي او نه یې ملاتړي دي، ځکه پښتانه پوهیږي چې د دوی ژوند د طالبانو له لاسه تباه شوی دی، خو دوی بیا هم په هر ځای کې د دې لپاره چې خپله عقده خالي کړي، طالبان د پښتنو د استازي په توګه معرفي کوي. هم امارت او هم «مقاومتیان» په ګډه د یوه سیاست د پلي کولو لپاره کار کوي، چې هغه د افغانستان د قومونو تر منځ د شخړې، تربګنۍ او دښمنۍ اور بلول دي.
موږ باید په هیڅ ډول طالبانو او د «مقاومت» په نوم ټلوالې ته اجازه ورنکړو چې د قوم، دین، مذهب، ژبې او سیمې څخه په استفادې موږ د یو بل پر وړاندې ودروي او یو وار بیا په هیواد کې د وینې ویالې روانې کړي. دواړه ډلې غواړي د خلکو له احساساتو څخه په استفادې خپلې ګټې تر لاسه کړي او خپل له شرم او کرکې څخه ډکې واکمنۍ ته دوام ورکړي. د هیواد د بیلابیلو قومونو له یو بل سره جنګول د استخباراتي جګړې برخه ده، ځکه دوی تر اوسه توانیدلي نه دي چې په افغانستان کې د قومي جګړې اور بل کړي؛ په همدې خاطر د طالبانو بیا واکمنول د همدې جګړې پیل ګڼل کیږي. دوی غواړي د پښتنو په وړاندې د نورو قومونو کرکه راوپاروي او په دویم ګام کې له هغوی څخه وسله وال ملاتړ وکړي او په دې توګه په هیواد کې میشت قومونه د یو بل په وړاندې راپاڅوي او موږ د یو بل په لاس ووژني. دا هغه موخه ده چې د افغانستان دښمنان یې په سر کې لري. که موږ خپله هوښیاري له لاسه ورکړو او د دښمن په دې دام کې بند پاتې شو او ونکړای شو د یوه روڼ اندي په توګه تعصب او نفاق ته نه ووایو، هیواد په خپل لاس د تباهۍ کندې ته ورغورځوو.