بیشګام
۱۵ می ۲۰۲۴



د طبیعت قهر او د بېوزلو قربانې کېدل

د طبیعت قهر نه نېستمن پېژني او نه شتمن. طبیعي پېښې لکه زلزلې، اورشيندې، سېلاونه، ورښتونه او داسې نور د انسانانو په وړاندې یو شان چلند کوي. خو د دې پېښو په وړاندې د مقاومت کچه د انسانانو په مینځ کې توپیر لري او دا توپېر د انسانانو طبقاتي ځای ځیګی ټاکي، د هغوی شتمنۍ، ثروت او نیستي یې ټاکي.
انسانان کولای شي یوه ورځ ټولو ټولنیزو تضادونو ته د پای ټکی کېږدي، خو یوازینی تضاد، چې انسان ورسره باید تل مبارزه وکړي له طبیعت سره د انسان تضاد دی. دا تضاد که له یوې خوا خونړی دی، له بلې خوا د بشریت او د ټولنې د ژوندانه د پرمختګ لپاره ضروري دی. که چېرې په طبیعت کې تضاد موجود نه وي او انسان له دې تضاد سره مقابله ونکړي، د بشریت ژوند او حیات به پای ومومي، ځکه تضاد د حرکت اصلي لامل دی.
انسانان هڅه کوي، چې د بشریت د هوساینې، برابرۍ او پرتمین ژوندانه په پار ټول ټولنیز تضادونه له مینځه ویسي او تر څنګ یې پر طبیعي حوادثو هم برلاسي شي. خو له دې ټولو هلوځلو سره سره، له طبیعت سره د انسان تضاد یو پاتی کېدونکی تضاد دی.
له طبیعت سره د انسان د تضاد یوه بڼه همدا طبیعي پېښی دي. طبیعي پېښې ړندې دي او د انسانانو له طبقاتي مقام پرته پر هر چا یو شانتې ګوزار کوي، خو په دې ګوزار کې هغه انسانان ډېر زیانمن کېږي، چې د نیستۍ له وجې د دې پېښو په وړاندې اړین مقاومت نشي کولای.
همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو او په ځانګړي توګه په بغلان ولایت کې د سېلاونوخونړۍ پېښې تر سره شوې، چې تر دې دمه یې څه باندې ۳۰۰ بېوزله هېوادوال وژلي او نژدې زر نور یې ټپي کړي دي. د دې پېښېډېرۍ قربانیان هغه کسان دي، چې د بېوزلۍ ژوند تېروي او په خټینو کورونو او جونګړو کې ژوند کوي. که چېرې دې نیستمنو خلکو  د لوړ مقاومت پاخه کورونه لرلی، نو تر ډېره حده پورې به د زیانمن کېدلو کچه راټیټه شوې وی.
زموږ په هېواد کې، چې اکثریته زیارکښان او بېوزلي په خټینو او په بې کیفیته ودانیو کې ژوند کوي او یا هم  د فقر او بې وزلۍ له امله په خوړونو او د سیلاونو په لارو کې کورونه جوړوي، د زلزلې، ځمکې خوېېدنې، نېزونو او پهنورو طبیعي پېښو سرهتر ټولو زیات اغیزمن او قرباني کېږي. همدا اوس په بغلان او نورو ولایتونو کې د هغو بېوزلو او نیستمنو خلکو کورنه سیلاونو وړي او ماشومان، مېرمنې او د کورنۍ نور غړي یې وژلي دي، چې په خټینو جونګړو او په داسې ځایونو کې اوسېدل چې د خوړونو او د سیلاونو لارې دي.
دا لومړنۍ طبیعي غمیزه نه ده چې پر افغانانو راځي. څه مودې مخکې د هرات د زلزلې شاهدان وو. له دې مخکې هم په کراتو سیلاونو او زلزلو او ځمکې خوییدنو بېوزله افغانان ویرجن کړي دي. دا ټولې طبیعي پېښې په داسې  حال کې رامینځته کېږي او بې وزله افغانان ځپي، چې یوه کوچنۍ شتمنه طبقه، څه په «جمهوریت» کې او څه هم اوس د ځمکو په تالان او غصبولو او د مېنې او ښارګوټو په جوړولو بوخته وه او ده. که چېرې زموږ په هېواد کې یو ولسپال دولت واکمن وی، چې د اکثرو زیارکښو طبقو د ګټو استازی وی، نو په دومره کلونو کې  به بېوزلو افغانانو ته داسې د هستوګنې کورونه جوړ شوی وی، چې د طبیعي پېښو په وړاندې مقاوم او د غمیزو مخنیوی به یې کړی وی. خو له هغه ځایه چې پر افغانانو داسې کسان واکمن دي، چې بې وزلو انسانانو ته د چوپړ او خدمت هېڅ ډول کړنلاره لرلی نشي، نو له بده مرغه په راتلونکي کې به هم دا ډول طبیعي پېښې لا نور بېوزله افغانان وځپي او لوې غمیزې به شا ته پرېږدي.
زموږ د هېواد ستمګرو دولتونو هېڅکله له ولسي پرګنو سره خواخوږي نه ده لرلی، ځکه چې دا دولتونه د ستمګرو طبقو استازي دي او هڅه کوي چې د همدې طبقو ګټې خوندي کړي. نو ښکاره خبره ده، چې هېڅ واکمن ستمګر دولت د بېوزلو دهقانانو او انسانانو خټین کورونه په داسې کورونو بدلولی نشي، چې هغوی په کې د طبیعي پېښو په وړاندې خوندي او محفوظ پاتې شي.
د وروستۍ خبرې په توګه د دې ټکي یادول لازمي دي، په داسې حال کې چې موږ د خپلو بېوزلو خوېندو، ورونو او تنکي ماشومانو په مرګ او د نیستمنو خلکو د کورونو په ړنګېدلو ویرمن او غمجن یوو، په ګاونډ کې مو د «تابناک» په نامه د ایران د آخوندي رژیم، په تېره بیا سپاه پاسداران او خامنه ای ته نژدې خبري آژانس په ډېره بې رحمانه ډول لیکلي دي:«حقابه ای که به ایران نیامد، سیل شد و ۳۰۰ افغان را برد». دا ملنډه وهونکی طعنه، د ملایي رژیم ماهیت په ښه توګه بربنډوي، چې د انساني خواخوږي په نامه څه نه پېژني.