پیشګام
۰۹ جولای ۲۰۲۴



د میرمنو له شتون پرته، آزادي بخښونکي غورځنګونه بريا ته نه رسیږي

دموکراتیک غورځنګ، پرمختللی یون او مخکښ خوځښت د مېرمنو له شتون پرته د بریا امکان نلري. د یوې ټولنې پرمختګ او پرمختیا په هغه ټولنه کې د ښځو له ونډې کولای شوو وارزو. که چېرې مېرمنې د ټولنې په هره برخه، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نورو میدانونو کې نه یوازې ونډه، بلکې د سرلارۍ او رهبرۍ په کچه فعالې نه وي، نو هغه ټولنه کې نرواکي واکمنه او د ښځو په وړاندې له بېلابېلو ستمونو څخه هرومرو یو ستم په بېرحمۍ سره پلی کیږي.
په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې د ښځو د زده کړو، پوهیایی، پیوستون او په ټولنه کې د هغوی د ونډې په برخه کې د اماني پېر لومړنیو، خو خورا مهمو هڅو ته اشاره وکړو. اماني پېر په حقیقت کې د یوې دموکراتیکې او سیکولارې ټولنې بنسټ کېښود. د همدې لپاره اسلامي بنسټپالان، د طالبانو او جهاديانو په ګډون له دې پېر څخه سخته کرکه او نفرت لري.
امان الله خان د افغانستان په تاریخ کې هغه لومړنی واکمن تېر شوی، چې د نورو اصلاحاتو تر څنګ، د ښځو د اسارت پای ته رسولو په پار یې ډېرې هلې ځلې کړی دي. هغه غوښتل چې ښځې د هېواد د نیمايي ځواک په توګه په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګی برخو کې خپل رول ولوبوي او هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لور ودروموي.
که د امان الله خان د واکمنۍ شرایط په پام کې ونیسو او د هغه کړنې له هماغو شرایطو سره وارزو، نو دې پایلې ته رسیږو چې دنرواکۍ او مذهبي استبداد څخه د ښځو د خلاصون په پار د هغه کړنې او اقدامات ډېر مهم او ارزښتمن ول، ځکه د هغه په واکمنۍ کې د ښځو له حقونوسره پروژه ای او ابزاري او استعماري چلند نه کیدو او د هېواد مېرمنو د لومړي ځل لپاره د یو اغیزناک ځواک په توګه د ټولنې د پرمختګ پر درشل پښه اېښودله.
امان الله خان د ښځو د پرمختګ لپاره هر اقدام لومړی له خپلې مېرمنې او د خپلې کورنۍ له ښځینه غړو پیلو، ځکه هغه په رېښتنې توګه د ښځو د پوهیایی او ونډې په اهمیت پوهېدو او مېرمنې یې د ټولنې هغه نیمايي ځواک ګڼلې، چې باید د پرمختګ د څرخ تاوولو لپاره په ټولنه کې فعاله شتون ولري. هغه هیڅکله له مېرمنو سره ابزاري او دروغجن چلند نه درلود، څنګه چې جهادی بنسټپالانو او ځینو «دموکراتانو» او «تکنوکراتانو» د ښځو له حقونو سره بازاري، پروژه ای او سوداګریز چلند درلود او لا یې هم لري. په تېره بیا جهادی جنایتکارانو تل له مېرمنو سره ابزاري چلند درلودلی دی، دوې ان د خپلو مېرمنو په نوم اخیستلو باندې هم شرمېدل، خو همدا مکاره او حیله ګیره بسنټپالان به د مارچ د اتمې پر ستیژ ودرېدل او نورو ښځو ته به یې په داسې حال کې  د حقونو خبرې کولی،چې خپلې ښځې به یې لکه څارویو په کور تړلې وې.
د ښځو حقونو د تامینولو او له اسارت څخه د ژغورنې په تړاو د امان الله خان هڅې، د ملکه ثریا او محمود طرزی له ملاتړ پرته ناممکنې وې، په تېره بیا چې محمود طرزي په خپله د ښځو د حقونو په تړاو لیکنې کولی او مېرمن او لورګانې یې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالې وې. که څه هم امان الله خان د مذهبي استبداد او د سیاسي ملایانو د تاوتریخوالي او بلواګانو تر فشار لاندې اړ شو، چې د ښځو د خلاصون او ژغورنې ځینې برنامې وځنډوي او یا هم د فشارونو له وجې په ځینو مواردو کېد ملایانو ناسمو غوښتنو ته تسلیم شي، خو په ټولیز ډول د مېرمنو د حقونو په ملاتړ د هغه هڅې، کوښښونه او هلې ځلې، په تېره بیا د اوسني شرایطو په پام کې نیولو سره چې یو ځل بیا مذهبي فاشیستان د قدرت پر ګدۍ ناست دي، خورا اهمیت درلود.
په دې لیکنه کې د اماني پېر هغه مهمو اقداماتو ته لنډه کتنه کوو، چې د ښځو د حقونو په پار لومړی ځل تر سره شول:
د ښځو زده کړې: امان الله خان په دې پوهېده چې له نرواکۍ او مذهبي استبداد څخه د ښځو د خلاصون لپاره لومړنی ګام د انجونو باسواده کول دي. هغه پوهېده چې د تور ګړنګونو څخه د ښځو رایستل او پر ځان متکي کول یوازې او یوازې د علم، پوهې او معارف په رڼا کیږي. همدا هم و چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۰ کال کې د «نظارت معارف» په نامه یوه اداره جوړه کړه، چې بیا ورپسې د «انجمن علمیه» لخوا د ښځو درسي پروګرام پیل او د همدې کال په پای کې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د انجونو لپاره د «مکتب مستورات» په نامه ښوونځی جوړ کړ، چې ملکه ثریا د «مفتشې» په توګه د دې ښوونځي چارې څارلې.
د انجونو لپاره د دې ښوونځيو پرانیستل پر نرواکۍ او مذهبي استبداد یو لوی برید و. همدا هم و چې یو شمېر ملایانو د انجونو د مکتب او ښوونځي او په کل کې د هغوې د زده کړو مخالفت وکړ او دا کار یې د شریعت خلاف او کفر وګڼو. روحانیونو او ملایانو، چې د ارتجاع  او ښکېلاک ملاتړ یې له ځان سره درلود، په دې پوهېدل چې د ښځو او انجونو پوهه به هغوې په داسې یو نهصت او غورځنګ بدل کړي چې ډېر ژر به د دوې مذهبي استبداد او هر ډول ربړه او ستم وننګوي.
د ښځو پوهېدل، آګاه کېدل او په خپلو حقونو ته رسېدل تر ټولو زیات نرواکۍ او مذهبي استبداد زیانمنوي، همدا هم و چې روحانیونو او مرتجع ملایانو د اعتراض، بلوا او مخالفتونو لړۍ پیل کړه. هغوې د دې بلواګانو په دوام د نورو غوښتنو تر څنګ، دا غوښتنه هم وکړه چې امان الله خان دې ملکه ثریا ته طلاق ورکړي او د محمود طرزي کورنۍ دې له افغانستان څخه وشړي. ملایان او روحانیون په دې پوهېدل چې د ملکه ثریا او د محمود طرزي کورنۍ د انجونو د زده کړو نه یوازې پلویان، بلکې په خپله د دې بهیر هوډمنه مدافعان دي.
ملکه ثریا د انجونو ښوونځي، تعلیم او زده کړه د ښځو د پوهې، اقتصادي خپلواکي او د کورنۍ د معیشت د بهتروالي لپاره مهم ګڼل. هغه په یو شاهي اعلامیه کې، چې د دې په لاسلیک صادر شوی وه، په څرګند ډول لیکلي وو چې:له دې ښوونځیو څخه موخه له خاوندانو څخه د ښځو د اقتصادي وابستګۍ خلاصون او د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته ده. ملکه ثریا په دې پوهېده چې اقتصادي خپلواکي، د نورو آزادیو بنسټ او اساس دی. نو د همدې لپاره یې پر دې مسئلې ډېر ټینګار کاوه. خو له بده مرغه روحانیونو او د سیمې له مرتجع ځواکونو سره تړلي ملایانو آرام نه درلود او د دې پیلامې پر ضد یې حرکتونه او اعتراضونه پيل کړل. امان الله خان دا ارتجاعي اعتراضونه وځپل او  هغه ۵۳ مرتجعو کسانو ته، چې په اعدام محکوم شوي وو په خطاب کې وویل: ما مکاتب جوړ کړل، تاسې فکر کوئ چې دا مکاتب ما د ځان لپاره جوړ کړي؟ ما هغه یوازې ستاسو د اولادونو لپاره خلاص کړل. تاسې وویل چې د انجونو تازه تاسیس ښوونځي وتړم، همداسې مې وکړل. اوس د ټولې دنیا علما ما ته لیکي، چې ښوونځي د انجونو لپاره یو اړین او حیاتي کار دی.
امان الله خان نه یوازې د انجونو مکتبونه بېرته خلاص کړل، چې شمېر یې ورته هم زیات کړ او په دې توګه یې د ښځو د معارف ډیوه بله وساتله. خو د خادم دین رسول الله استبدادي واکمني دا ټول بهیر وځپو. هغه خادم دین رسول الله چې اوس د ډېر شمېر معلوم الحاله «روڼاندو» اتل او قهرمان دی!!
د امان الله خان دا ګوزار دومره پیاوړی و، چې ان څه باندې ۱۰۰ کاله وروسته همد خادم دین رسول الله شاګردان لا آرام شوي نه دي او هغه لا په فحاشۍ تورنوي. د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر، مولوی ندا محمد له خپل اتل (خادم دین رسول الله) څخه په تقلید چیغې وهي:«دغه امان الله خان هغه څه وکړل چې ولاړئ پر غربیانو او کافرانو باندې وګرځېده، له هغه خوا یې دا فرموله راوړه چې ښځه ولې په کور کې ناستې دي، ښځې ولې مکتبو ته نه ځي، همدغه د عیاشۍ، فحاشۍ نسخه یې راوړه، غوښتل یې په افغانستان کې عملي کړي. دغه قدرمن علما ورته په هغه وخت ودرېدل چې دا درسره نه منم. دا له اسلام سره ټکر دی، دا له افغانیت سره ټکر دی. دا زموږ له غیرت سره ټکر دی.»
رښتیا چې «تاریخ تکراریږي». نن مولوی ندا محمد طالبي هماغه څه وايي، چې سل کاله وړاندې د جهادیانو اتل حبیب الله کلکاني خادم دین رسول الله ویل.
د ښځو پوهیایی او پیوستون: امان الله خان باور درلود، چې ښځې د پوهیایې له لارې کولای شي لومړی خپل حقونه وپېژني او بیا د پیوستون له لارې د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره زیار او زحمت وباسي. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په اماني پېر کې د ښځو لپاره د ارشاد النسوان په نامه لومړنۍ نشریه د ۱۲۹۹ کال د کب په ۲۷ مه په کابل کې خپره شوه. په دې نشریه کې د ښځو د ورځنیو چارو تر څنګ، د ښځو د خپلواکۍ او آزادۍ په اړه هم مقالې خپرېدلی. د «زنان افغان زیر فشار عنعنه و تجدد» د کتاب له مخې دې نشریې د ښځو پر اسارتبار وضعیت نیوکه او د ښځو د پیرولو او پلورلو پر ضد مبارزه کوله او هڅه یې دا وه چې ښځې له نرواکۍ ستم څخه وژغوري. له روښانتیایي چارو سره سم، د ښځو پیوستون ته اړتیا وه. په امانې پېر کې د دې پیوستون په پار لومړني ګامونه د «انجمن حمایت نسوان» په چوکاټ کې پورته شول. دې انجمن چې په لومړیو کې ۲۲ غړې درلودلې او د یو نیمه قضايي بنسټ په توګه یې د ښځو شکایتونو ته رسیدګي کوله، په ورته وخت کې یې هڅه کوله چې په تعلیم، تحصیل، کار، ټولنیز ګډون او سیاسي او مدني فعالیتونو کې د ښځو آزادي تامین کړي.
څنګه چې وویل شول دې انجمن، له نارینه وو څخه د ښځو بېلابېل شکایتونه، لکه د نفقې نه ورکړه، وهل ډبول او بی دلیله طلاق ورکول تر ارزونې لاندې نیول او د همدې انجمن په هڅو د لومړي ځل لپاره افغان انجونې د طب او قابلګې په برخه کې ترکیه ته د زده کړو لپاره واستول شوې. که څه هم دا انجمن څه باندې ۱۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی و، خو له اوسني انجمنونو څخه په ډېرو زښتو مواردو کې پرمختللی او مترقي و، د ترقي یو ځانګړی اړخ یې دا و چې د استعمار په زور او پیسو جوړ شوی نه و او د دې تر څنګ لکه د جهادي تنظیمونو د «اناثو» انجمنونو په څېر وروسته پاتې، ارتجاعي او د ښځو د آزادۍ او برابرۍ مخالف نه یوازې چې نه و، بلکې د دې ارزښتونو لپاره یې عملي کارونه هم تر سره کړل.
د مېرمنو انساني حیثیت اعاده کول: امان الله خان، ملکه ثریا، محمود طرزي او نور همفکري او هم اندي یې په دې ښه پوهېدل چې تر ټولو لوېه مسئله چې باید پر ضد یې مبارزه وکړي، هغه مېرمنو ته په ټیټه او سپکه سترګې کتل و. د افغانستان د وخت په ټولنه کې د مېرمنو انساني حیثت ځپل کېده او ان په ځینو سیمو کې د څارویو په وړاندې پلورل کېدلی. خو امان الله خان په ښکاره خلکو ته ویل چې ښځه هم ستاسو په شان یوه انسانه ده او خپل حقونه لري.
امان الله خان او ملکه ثریا د وخت شته شرایطو په پام کې نیولو سره هڅه وکړه چې برقع یا چادري، چې د ښځو د پرمختګ مخه یې نیوله، له مینځه ویسي او ښځې وکړای شي مخ لوڅي په ټولنه کې حضور پیدا کړي. هغوی دا کار د مېرمنو د انساني حیثیت لپاره زیات مهم ګڼلو. خو دې کار بیا هم د ملایانو مخالفت راوپارو، خو امان الله خان د ملایانو په ځواب کې وویل، که څه هم دې ملا نه دی خو دومره پوهیږي چې ستر د اسلام له مخې له غاړې نه ښکته بدن پټول دي.
امان الله خان په دې نظر و، چې مېرمنې دې چادري یا برقع نه په سر کوي او د سر پټولو لپاره دې ترکي ډوله دوه ټوکره وکاروي، خو په دې ټینګار سره چې  دا کار به اختیاري وي نه جبري. همدا هم وه چې ملکه ثریا لومړنۍ افغانه مېرمنه وه، چې څادري یې لېری کړه او خپل مخ یې لوڅ کړ او په دې توګه یې د خپل انساني حیثیت لپاره لومړنی ګام واخیست او د نورو ښځو لپاره په یوې مثبتې بېلګې واوښته.
په ټولنه کې د ښځو شتون: اماني پېر کې هڅه کېدله، چې د افغانستان میرمنې د ټولنې فعاله برخه شي او د ټولنې په پرمختګ کې خپل رول ولوبوي. د «زنان افغان زیر فشار عنعنه و تجدد» کتاب له مخې، ملکه ثریا چې د ښځو په چارو کې ډېره فعاله وه، د دلکشا ماڼۍ په یوې ناستې کې ښځو ته وویل چې له نارینو سره په کارونو کې مساوي ونډه واخلئ، څرنګه چې نارینه د هېواد په پرمختګ کې کار کوي، نو ښځې هم باید د کور په دیوالونو کې محبوسې پاتې نشي. هغه ویل، څنګه چې په اروپا کې ښځې په فابریکو کې کار کوي، افغانې میرمنې هم کولای شي په کارخانو او فابریکو او نورو برخو کې کار وکړي.
همدا دول امان الله خان باور درلود چې ښځې په خپلو کورونو کې د بندیانو په شان د خپلو مېړنو تر ظلم لاندې ژوند کوي او برقع د دوې د زده کړې په وړاندې یو ستر خنډ دی او دې کار ښځې له کار کولو څخه بی برخې او یوازې په خپلو خاوندانو متکي کړي دي. هغه له ښځو غوښتل چې په عامه تفریحي ځایونو کې دې وګرځي او په ورځني ژوند کې دې ورګډې شي. د همدې لپاره یې د کابل هغه وخت ښاروالۍ ته امر وکړ چې د ښار د کونډو لیست برابر کړي تر څو دا کونډې په روغتونونو او لابراتوارونو کې، چې نوي پرانیستل شوي وو، کار وکړای شي.
امان الله خان په دې پوهېدو چې په ټولنه کې د ښځو فعاله شتون د هېواد د پرمختګ لامل کېږي او د هېواد دا نیمایی وګړي کولای شي د نرسالارۍ له استبداد پرته په ټولنه کې خپل رغنده رول ولوبوي. همدا هم و چې په لومړي ځل امان الله خان په جرګو کې، چې د تصمیم نېولو او پرېکړو مرکز و، د ښځو ګډون تامین کړ. د ۱۹۲۸ کال په لویې جرګې کې مېرمنو ګډون وکړ او په همدې جرګه کې کبرا سراج د امان الله خان خور د نورو مېرمنو په استازولۍ وینا وکړه. په همدې جرګه کې د ښځو حقوق د نارینه وو  له حقوقو سره مساوي اعلان شول. دا حرکت له تاریخي پلوه په داسې یو هېواد کې چې لا په ډېرو سیمو کې یې ښځې د څارویو سره مبادله کېدلې، یو لوي پرمختګ و.
د مېرمنو په تړاو د اماني پېر دا یو شمېر لاسته راوړنې ښکاره کوي، چې یوازې هغه دولت کولای شي چې د ښځو انساني حقونه، د هغوې ونډه، په ټولنیز، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې شتونتامین کړي، چې لومړی په رېښتوني مانا ملي وي، دویم دموکراتیکه ارزښتونه وپالي او دریم پر سیکولاریسم باور ولري.
هر هغه غورځنګ، چې په هغه کې مېرمنې پراخه حضور ونلري، اساسي ونډه ونلري او د غورځنګ د سرلارۍ برخه ونلري، د هغه غورځنګ بریا ناشونی ده. افغانې مېرمنې د پیل په توګه باید پر هغه خط، چې امان الله خان او ملکه ثریا ترسیم کړی، پر مخ ودرومي. له تېروتنو یې یاد کړي او د هغوې په لاس اېښودل شوې بنسټ لاپیاوړی کړي. ومو لیدل چې د مېرمنو په تړاو ښکېلاکي پروژو او جهادي نانځکبازیو څنګه زموږ د هېواد زیارکښې مېرمنې د تورو تمبو شا ته کېنولې. څرګنده ده چې د مېرمنو د آزادۍ لاره نه د ښکېلاکي او «نړیوالې ټولنې» له پروژو تېریږي، نه د جهاديانو له سوء استفادې او نه هم د طالب له اسلام بازۍ. دا لاره له یوې ملي، دموکراتیکې او سېکولارې ټولنې پیليږي او  په یوې برابرې، آزادۍ او له هر ډول ستم او بربریت څخه په پاکې ټولنې کې لا خپل پرتم پيدا کوي.