پیشګام
۱۱ می ۲۰۲۴



د بنسټپالانو له خونړیو منګولو څخه د ژغورنې لار د ملي ـ دموکراتیکو ځواکونو یووالی دی

افغانان له لسیزو راپدېخوا د فاشیستو بنسټپالانو په منګولو کې کړیږي، د دې کړاو یو لامل، د ملي او دموکراتیکو ځواکونو د ګډې جبهې نشتون دی. همدا بنسټپالان دي، چې کله د جهادي او کله هم د طالب او داعش په جامه کې، د ستمګرو بهرنیو ځواکونو او د سیمې د مرتجعې دولتونو د ښکېلاکګرانه سیاست د پلی کېدلو لپاره ستمځپلي افغانان وژني او ربړوي.
په دې وخت کې د بنسټپالانو درې ډلې، په بېلابېلو کچو افغانان ربړوي. طالبان، جهادیان او داعشیان هغه درې فاشیستي بنسټپالې ډلې دي، چې ټول د بلوسګرو دولتونو مرییان دي. دا درې ډلېد ولسونو د غلیمانو په جبهې کې ځای لري. طالبان، جهادیان او داعشیان، چې ټول مذهبی فاشیستان دي، نه یوازې دا چې د بېوزلو خلکو ګټې تامینولی نشي، بلکې دنده او ماموریت یې د خلکو وژل، ربړول او لوټل دي؛ له همدې سره خپل انګلي ژوند پايي.
نو پوښتنه دا ده چې د بېوزلو ولسونو او پرګنو د ګټو ملاتړي څوک دي؟په لنډو کې ویلو شوو، چې د خلکو د ریښتني آزادۍ او هوساینې ملاتړي ملي ـ دموکراته انسانان دي، هغه انسانان دي، چې په برابرۍ او انسانیت باور لري او ستم ځپلو ته هوساینه او آزادۍ غواړي او له ټولنې څخه د ستم او زبېښاک ټولول خپله دنده ګڼي.
خو چا ته ملي ـ دموکرات ویلی شوو؟
دا پوښتنه په اوسنیو شرایطو او حالاتو کې، چې یو شمېر کسان ځان ته ملي  ـ دموکرات وايي، یوه مهمه پوښتنه ده.
لیدل کېږي، چې د امریکا او لودېځ تېر ګوډاګیان او د سیمې د ځینو هېوادونو لاسپوڅي ځانونه ملي ـ دموکراتان ګڼي او د جمهوریت کوکاري وهي. همدا ډول، جهاديان هم د ملیتوب او دموکراتتوب ادعا لري او د «ملي» تر نام لاندې یې ګڼې شوراګانې او جبهې جوړې کړي دي. د دې تر څنګ طالبان هم د اسلام په چوکاټ کې ځانونه د «ملي» منافع مجاهدین ګڼي او داسې نورې ډلې ټپلې هم شته چې ځانونه ملي ـ دموکراتان ګڼي.
خو د بنسټپالانو د بېلابېلو مذهبي ځېلو او د بهرنیو ستمګرو د لاسپوڅو، ملی ـ دموکراتیکه ادعا یوه ابته او بېهوده ادعا ده، چې د ملت د دوکه کولو او د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه یې کوي. څه چې څرګنده ده، مذهبي بنسټپالان او د ستمګرو بهرنیو ګوډاګیان، نه ملي دي او نه دموکراتان؛ ټول هغه مرییان او غلامان دي چې د بل په آخور تړل شوي او په هماغه موګي شڼیږي. د ملي توب لومړنی ستنه، خپلواکي او استقلال لرل او د دموکراتیکو ارزښتونو بنسټیزه ستنه د ولسي پرګنو دموکراتیک حق رعایتول دي، څه چې نه یې بنسټپالان لري او نه یې ګوډاګیان، څه چې نه یې بنسټپالان رعایتوي او نه یې ګوډاګیان، بلکې دواړو د خلکو دموکراتیک حق، ولسي دموکراسي او دموکراتیک ارزښتونه په وینو لړلي او ځپلي دي.
هغوی چې پر ګران هېواد د بهرنیو ستمګرو بمباریو ته اتڼونه کول او د بېوزلو انسانانو وژل یې د «دموکراسۍ» او «جمهوریت» تر نامه لاندې په لېوالتیا بدرګه کول، نه ملي دي او نه دموکرات؛ هغوی چې د بهرنیو جهادي ګوډاګیان ول او یا هم په خپل منځني تنظیمي جګړو کې زرګونه انسانان ووژل، ولوټول او هېواد یې په کنډواله بدل کړ، د ملت ضد او د دموکراتیکو ارزښتونو غلیمان وو او دي او هغوی چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې د  امریکې، انګلیس، سعودي او پاکستان د پروژې په توګه د ملت پر اوږو سپاره شول او ملت یې قصاص او تر شلاق لاندې ونیو او بیا شل کاله یې ولس په انتحاري بریدونو کې په وینو ولړو او بالاخره د دوحې د قراردادیانو په توګه پر ارګ وننوتل، هر څه کېدای شي پرته له ملي ځواک څخه.
د یادونې وړ ده، چې هغه وطن پلورونکي خلقیان او پرچمیان چې لاسونه یې د ولس پر وینو سره دي او د غلامانو په توګه یې یو ستمګر دولت رهبري کاوه، په هېڅ ډول ملي او دموکرات ګڼل کېدای نشي، په تېره بیا، چې ځینې یې د جهادي ډلو سره د ولس پر ضد ودرېدل او ځینې یې له طالبانو سره او ځینې هم وروسته له بهرنیو ستمګرو سره د ولس چارمارۍ ته ملا وتړله.
خو دا په دې مانا نه ده، چې یوه پدیده په خپل ضد بدلیدلی نشي. که چېری هغه خلقیان، پرچمیان، جهادیان، تکنوکراتان، طالبان (البته په انفرادي ډول، ځکه په ډله ایز یا سازماني ډول ناشوني بریښي) د خپلو ډلو پر تېرو جنایتونو او خیانتونو اعتراف وکړي او له دې جنایتکارو ډلو سره په څرګند ډول خپل پرېکون اعلام کړي او پر ملي ـ دموکراتیکو ارزښتونو باور پیدا کړي، بی له شکه د ملي ـ دموکراتې جبهې په پیاوړې کې ګټور تمامېدای شي.
ملي ـ دموکراتان څوک دي؟
له هغه ځایه، چې د افغان ملت ۹۵ سلنه دهقانان، کارګران او نور زیارکښه وګړي جوړوي، نو هغه څوک ملي ګڼل کېږي، چې د دې ستمځپلو انسانانو له منافعو او ګټو ننګه او ملاتړ وکړي. د دې ۹۵ فیصده زیارکښو او بېوزلو وګړو منافع څه ده؟ دهقانان، کارګران او نور بېوزله زیارکښان غواړي په یوه خپلواکه، آزاد او مستقل هېواد کې ژوند وکړي. د هېواد منابع او سرچینې د همدې زیارکښانو په چوپړ کې وي، نه د یو موټي لوټمارو شتمنو په واک کې. د ملت ۹۵ سلنه وګړي د هېواد اصلي واکداران او واکمنان وي، سیاسي قدرت د ملت د اکثریت په لاس کې وي او د هېواد برخلیک د همدې ۹۵ سلنې وګړو په لاس وټاکل شي. د ملت اکثریت لپاره ملي منافع، یانې د همدې اکثریتو ولسونو د منافعې خوندیتوب په مانا ده. دا ۹۵  سلنه افغانان باید د خپل کور (هېواد) مالکان او څښتنان شي، هر هغه څوک چې د ملت د اکثریت، چې هماغه کارګران، دهقانان او نور بېوزلې انسانان دي، له همدې منافعې او ګټې څخه دفاع او ننګه وګړي، یو ملي انسان شمېرل کیږي.
ملي انسان هغه کس ته وایو، چې جاسوس نه وي، هېوادپلورنکی نه وي، لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وي، د ستمګرو لاسپوڅی او ګوډاګی نه وي، له هر ډول ستمګر څخه کرکه ولري او له خپل هېواد او ولس سره مینه ولري. ملي انسان هغه دی، چې د اکثریت ولس تر څنګه ودرېدلی وي، ځکه د ملت اساسي برخه همدا زیارکښه ولس دی، نه هغه پینځه سلنه لوټمار او ستمګر خاینان. هر هغه څوک چې د ولس له اکثریت سره مرسته کوي، چې د خپل هېواد څښتن وي، د سرچینو او منابعو صاحب یې وي، د هېواد سیاسي برخلیک او واک ولس وټاکي، پر ولس او پر هېواد د بهرنیو یرغلونو په وړاندې له ولس سره د ولس د منافعې لپاره ودریږي، هغه ملي انسان ګڼل کېږي. د یو ملي انسان موخه، د ملت د اکثریت ، یانېد کارګرانو او بزګرانو او نورو زیارکښو او ستمځپلو وګړو هوساینه او آزادي ده.
د دې تر څنګ یو ملي کس باید دموکرات وي، ځکه بی له دموکراتیک حاکمیت او واکمنۍ څخه د ملت د اکثریتو وګړو منافع نشي تامیندلی. د افغانستان معاصر تاریخ په روښانه توګه ښکاره کوي، چې ملي غورځنګونه که له دموکراتیکو ارزښتونو سره مل نشي، بریا یې ناشونی ده. د یو هېواد د میشتو وګړو استقلال او خپلواکي هغه وخت خوندي پاتې کېدلی شي، چې د دموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ آباد شي.
دموکراتیک ارزښتونه کوم دي او څوک دموکرات ګڼل کېدلی شي؟
ولسي دموکراسي د دموکراتیکو ارزښتونو اساسي او بنسټیزه ستنهده. ولسي دموکراسي هغه دموکراسي ده، چې د ولسونو د مبارزې او زیار او هاند په پایله کې تر لاسه شي، نه دا چې د بي ۵۲ په وسیله راوغورځول شي. هغه دموکراسي، چې ولسونه یې د مبارزې او کوښښ او سیاسي تشکل په پایله کې لاس ته راوړي، هېڅ څوکیې له ولس څخه اخیستلی نشي. خو هغه «دموکراسي» چې د «غت غت بمونو» او بي ۵۲ په وسیله راولېدلی او یا صادر شوي وي، د بي ۵۲ له بېرته الوتنې سره سم غونډیږي، څه مو چې ولېدل. د بي ۵۲ «دموکراسي» نه یوازې دا چې د ولس ملاتړ یې تر لاسه نکړ، بلکې د ولس له کرکې او انزجار سره هم مخ وه، ځکه دا «دموکراسي» نه یوازې چې د ولس لپاره نه وه، بلکې د ولس د وینې تویولو، وژلو، لوټلو او پر جونګړو او کورونو یې د بمبار «دموکراتیکه» پروژه وه، دا «دموکراسي» یوازې د یوې کوچنې سلنې هېوادپلورونکو تکنوکراتانو او جهادیانو په ګټه ده، چې په ښکاره توګه د بېوزلو ولسونو په وینو خړوبېدله.
ولسي دموکراسي، څنګه چې پورته وویل شول د ولس په مټ او بازو تر لاسه کېږي، نه د پروژې په ډول او د خیرات ورکولو له مخې. په ولسي دموکراسي که لوټماران، ظالمان، ستمګران، ګوډاګیان، ښکېلاکپالي  او خاینان نه یوازې دا چې ځای نه لري، بلکې په جدي توګه ځپل کیږي او برعکس یې ولسونه له خپلو ټولو دموکراتیکو حقونو څخه برخمن کېږي.په دی دموکراسۍ کې ولس کولای شي خپله سیاسي اراده پر سیاسي واک تحمیل او واقعي سیاسي آزاديانې تر لاسه کړي، نه دا چې د لوټولو په تور بازار کې د شتمنو د ګټو د خوندیتوب لپاره د دموکراسۍ تر نامه لاندې وځپل شي، وغولول شي او قرباني شي.
د دموکراتیکو ارزښتونو یوه بله اساسي ستنهسیکیولاریزم دی.له سیکیولاریزم پرته، ولسي دموکراسي نشي رامینځته کېدلی.
د افغانستان ولس په بېلابېلو دینونو او مذهبي ګروهو وېشل شوي دي. دموکراتیک ارزښتونه دا اړینوي، چې ټول ولس، د دین او مذهب او فرقه ایزه ګروهې پرته د قانون، سیاسي ځواک، فرهنګ، اقتصاد او ټولنیزو چارو په برابر کې یو ډول مقام ولري. دموکراتیکه ټولنه یانې د ګرده ولس ټولنه، بې له دې چې دین یا مذهب یې په پام کې ونیول شي. نو د یوې دموکراتیکې ټولنې د جوړېدلو لپاره یو دموکرات باید په سیکیولاریزم باور ولري او دین له سیاست، قوانینو، پوهې او نورو ټولنیزو او اقتصادي چارو څخه جلا او د هر چا خصوصي کړنه وګڼي. هر هغه دموکرات، چې پر سیکیولاریزم باور ونلري، هغه یو دروغجن او کاذب دموکرات دی، یو جهادی «دموکرات» دی، چې په اصل کې یو شرمندونکی بنسټپال دی. همدا اوس ګورو چې جهادیان څنګه په درواغو ځانونه «دموکراتان» ګڼي، داسې «دموکراتان» چې له سیکیولاریزم کرکه کوي او د ناورین په سترګه ورته ګوري.
دموکراتیک ارزښتونه د خلکو د برابرۍ له بهیر سره مرسته کوي، مرسته کوي چې ولسي پرګني د استبدادي ستم او ظلم څخه وژغورل شي. نو یو دموکرات، د دموکراتیکو ارزښتونو پلی کېدل د هېواد او ولس د ژغورنې لپاره لازمي او اړین بولي او په دې لړ کې بی دریغه هڅه کوي او یا د خپل وس سره سم د دې بهېر له مرستې ډډه نکوي. هغه څوک چې له «نړیوالو» او بهرنيو ستمګرانو څخه دموکراسي او دموکراتیک ارزښتونه غواړي، یا په بله وینا د دموکراسۍ او دموکراتیکو ارزښتونو سوالګري او درویزګري کوي، هغه نه ملي دی او نه دموکرات. هغه د سینګار شوی او خونړۍ «دموکراسۍ» او د «متمدن» استبداد او بلوس یو زرخریده مریی دی.
د دموکراتیکو ارزښتونو یوه بله ستنه په ټولنه کېد مېرمنو ونډه ده. په حقیقت کې د دموکراتیکې ټولنې د دموکراسۍ ترمامیتر، په ټولنه کې د ښځو نقش او رولدی. دموکراتیکه ټولنه نه یوازې دا چې په نرسالارۍ باور نلري، بلکې مېرمنو او سړوو ته د ټولنې د دوو فعالو انساني ځواکونو په سترګه ګوري او دواړه د پرمختګ او تکامل محرک ځواکونه ګڼي. دموکراتیکه ټولنه، د ټولنې پرمختګ، بریا او تکامل بې د مېرمنو له ونډې ناشونی ګڼي او هر هغه سیاسي، اجتماعي او اقتصادي او ... غورځنګ او خوځښت، چې په کې ښځې ګډون ونلري، ماته یې حتمي ګڼي.
د پورتنیو مواردو تر څنګ، یو دموکرات انسان ملي پیوستون هڅوي او د اقوامو تر مینځ د اتحاد او اتفاق لپاره کار کوي. البته د یادونې وړ ده، چې یو دموکرات په هېڅ توګه یو لوټمار، قاتل، ستمګر، جاسوس، نوکر او مریی د هېڅ قوم استازی نه ګڼي او له ملي پیوستون او د قومونو تر مینځ د اتحاد او اتفاق څخه موخه یې د بېلابېلو قومونو او میلیتونو د زیارکښانو او بېوزلو تر مینځ اتفاق او اتحاد دی تر څو د یوه څپانده ځواک په توګه خپل تاریخي رول ولوبوي.
ملی ـ دموکراتان څه کولای شي؟
یو ملي ـ دموکرات  تر ټولو لومړی باید د فرد په توګه خپل نقش ولوبوي. ملي منافعې مشخصې کړي او دموکراتیکو ارزښتونو ته کار وکړي. په خپل کور او ګاونډ کې، په خپله سیمه او ښار کې، په کلي او بانډه کې تل د زیارکښانو له منافعې څخه، چې په حقیقت کې د ملي منافعې یو اصلي او بنسټیزه رکن دی، دفاع وکړي. بی له دې چې د جنایتکارانو قوم او ملیت او ژبه په پام کې ونیسي، د ټولو جنایتکارانو کرغېړن اعمال او کړنې افشا کړي. له هر ډول ستم او بلوس څخه د ولس د خلاصون او ژغورنې ملاتړ وکړي او په دې ډګر فعاله ووسي.لنډه دا چې د آزادی غوښتنې په پار ذهنیت جوړونه یو تر ټولو مهم ګام دی، چې یو ملي ـ دموکرات یې باید له خپل ټولتوان سره تر سره کړي.
همدا ډول یوه ملي ـ دموکراته ډله یا سازمان باید د پورتنیو مواردو په رڼا کې هڅه وکړي چې له نورو ملي ـ دموکراتو ډلو او سازمانونو او ګوندونو سره، له کوچنۍ مرستې پیل او د یو بل د ملاتړ او حمایت تر څنګ نور کوټلي ګامونه واخلي. مشترک ټکي لا غښتلي کړي او له ګډ سیاسي دریځ نیولی تر مشترکو عملي کړنو پورې د یو بل تر څنګ ودریږي. دا ډلې او سازمانونه، نن به له یو بل سره یوازېڅو مشترک ټکي پیدا کړي، سبا به یې غښتلي کړي،بل سبا بهمشترک سیاسي دریځ غوره کړي او بالاخره به په یووالي او پیوستون سره په سیاسي ډګر کې خپل رول ولوبوي.
همدا ډول هغه کیڼ سازمانونه، چې پر هېوادپالنې، هېواددوستۍ، ملي منافعو او پر دموکراتیکو ارزښتونو باور لري، تر ټولو لومړی باید پر یوې مشترکې سیاسي ملي ـ دموکراتیکې جبهې کار وکړي. شاید کیڼ سازمانونه د بېلابېلو کړنلارو له امله ونشي کړای ژر په یو سرتاسري او یا په یو سیاسي کیڼ ګوند واوړي. خو پر یو مشترک ملي ـ دموکراتیک کار پانګونه آسانه او مقدوره ده. کیڼ سازمانونه او ډلې کولای شي له کوچني، تر ټولو کوچني ګډ ملی ـ دموکراتیک کار څخه پیل وکړي؛ له دې پرته له بېلابېلو «ایزمونو» څخه غږېدل، په خیالاتو کې د افغانستان وروسته پاتې ټولنیزه او اقتصادي بڼه«پانګوالیزه» کول او بیا ورته د «انقلاب» نسخې جوړول، هغوی بابیزو ته پاتې کیږي، چې یو قړوتی یې د مجلسونو تودولو لپاره وايي.
کیڼ سازمانونه او ډلی ستر مسئولیتونه او دندې په غاړه لري. له دې څخه یې یوه، په ملي ـ دموکراتیک کار کې سره نژدې کېدل، پر یو ملی ـ دموکراتیک دریځ راغونډېدل او په یوې ملي - دموکراتیکې جبهې کار کول دي. که کیڼ سازمانونه دا ابتکار او خلاقیت تر سره کړای شي، بی له شکه د بنسټپالانو په وړاندې به د یو الترناتیف په توګه راپورته او د ټولنې د رادیکال بدلون لپاره به خورا مثبت او اغیزناکه ګامونه واخیستلی شي.