پیشګام
۱۰ جولای ۲۰۲۴



سیدال سخندان د کارګرانو او زیارکښانو پرېکنده آواز

د۱۳۵۱کال د غبرګولي په ۲۹ مه، د افغانستان ولس، په تېره بیا کارګرانو او بزګرانو یو رښتونی مدافع له لاسه ورکړ. سیدال سخندان یادوو، هغه آواز چې د پوهنتون په لاریونونو کې یې د وینا پرتم لا انګازې کوي، هغه شاعر چې لا د شعر اور یې د زبېښاک په ترږمو کې لمبې وهي:«په پلاس او په انبور دې استثمار پاره پاره کړه/ شابه شابه ای کارګره خپل ایمان غیرت ښکاره کړه»؛ هغه د ولس د ګټو فریادونکی، ساتونکی او مبارز؛ هغه انسان چې په خپله د بزګر په کورنۍ کې وزېږېد او د کارګرانو، بزګرانو او د ټولو زیارکښانو په غږ بدل شو:

«خاشه مې مه ګڼه ډېر ټینګ غیرت ایمان لرمه

وینې به توې کړم له تا نه ډېر غټ توان لـــرمه

ډېر دې ایسار کړم پس لــــه دې ایسارېدلی نشم

ستا د پښو لانــــــــدې ځپـلی ژوند کـــولی نشم»

سیدال سخندان د افغانستان د کیڼ غورځنګ د «سازمان جوانان مترقي» یو مبارز کادر و. هغه چې په خپله د لوګر په یوې بزګرې کورنۍ کې زېږېدلی و او له نژدې یې ستم، زبېښاک او لوټل لیدلي وو، د خلاصون لاره یې په هغه فکر، اند او ایدئولوژي کې ومونده، چې د کارګرانو او د ټولو زیارکښانو د ژغورنې لاره ترسیموي. هغه د دې تر څنګ چې د محصلینو په لاریونونو کې د پرمختللي فکر او مخکښې ایدئولوژۍ په رڼا کې د ستم، ربړونې او بلوس په وړاندې ویناوې کولې، د شعر له لارې یې هم د روښانتیا لوي رسالت او دنده په مخ وړله. د هغه شعرونه په واقعي مانا، طبقاتي شعرونه دي. د هغه شعر د کارګر په لاس کې د څټک، د بزګر په لاس کې د لور او د روڼاندي په لاس کې د قلم یو پرتمین امتزاج او پنځونه ده. هغه تل په خپلو شعرونو کې د کارګر د تندي خوله، د بزګر د لاس ټناکې او د زیارکښانو د هاند او زیار او د هغوی د خلاصون لاره په ښایسته ډوله انځوروله.

سیدال سخندان له داسې یو لرلید، فکر او باور او کړنو سره طبعاْ د کارګرانو، دهقانانو او د نورو زیارکښو انسانانو غلیمان، په آرامه پرېښودلی نشول. د همدې لپاره، د سیدال د ځلانده فکر او باور دښمنانو او د هغه له اغېزناکو  هلوځلو ډارېدونکو اخوانیانو د هغه د وژلو لار ونیوله. جنایتکار ګلبدین دا جنایت تر سره کړ او خپلې کرغېړنې منګولې زموږ د ویاړلي مبارز په وینو سرې کړې. که څه هم جنایتکارو اخوانیانو دا مخکښ، مبارز او انقلابي انسان په فیزیکي ډول له ولس څخه واخیست خو د سیدال سخندان لاره، فکر او باور لا د ولسونو د خلاصون د یوازینې لارې په توګه ژوندی ده او د سیدال په شان د سل هاوو نورو مبارزینو واقعي غچ د دې مبارزینو د لارې په ادامې، د خلکو له منافعې څخه په دفاع او د آزادۍ او برابرۍ لپاره د مبارزې په لابډاینې اخیستل کېدلی شي.

د سیدال سخندان مبارزه د ولس د مبارزې بلېنډه، شعر یې د پرګنو د لاریونونو شعار او وینا یې د پاڅون یو رهنمود دی؛ یاد یې پرتمین!

 

کارګر ته

پـــــه پـــــلاس او پــــه انـــبــــــور دې استثمار پاره پاره کړه

شابـــه شابـــه ای کارګــره خـپـل ایـمـان غـیـرت ښکاره کـړه

مال دې هسې مفتخواران خـــوري، چې په سر باندې بند نشی

د هــــــــدف په لــــورې درومه، څــــــــو په وینو لـــژند نشی

ورک لـــــه خپله چاپــېــریـــــالـــــه طــفــیــلي او بېکاره کړه

شابه شابه ای کارګـــره خپل ایــــمـــان غـــیـــرت ښکاره کړه

دا خـــوږې غــــوړې وعــــدې چې ارتــجـاع درکـوي تـا تــه

پـــام کـــړه، پــام کــړه غلـط نشی کــوپـړۍ یې کــړه ورماتـه

تـــــــه زمــــــری یــې، څـــیـــري دا ګــیــدړه مکاره کــــــړه

شابـــه شابـــه ای کارګــره خـپـل ایـمـان غـیـرت ښکاره کـړه

پـــــه زحـمت او زیـار لـه ځـمـکې راوکاږې سره لـــعــــلونه

ستـا د مــټ پـــه قـــوت مست دي، ښاماران کـوي عـیشونـــه

پٌــتـــک راواخــلـه نـن دې وار دی، ښاماران تـرې اواره کړه

شابـــه شابـــه ای کارګــره خـپـل ایـمـان غـیـرت ښکاره کـړه

سـتـا قــــوت دشڼ هــاتي دی، پــاڅـــه مـاتــه پـنـجــره کـــړه

دا مــلـــي خـــائــنــان واړه پــــه خــپــل حکـم غـرغـره کــړه

لــــه فاسدو سرو جـــــوړه پـــــــه ډګــــر کې مـنـاره کـــــــړه

شابـــه شابـــه ای کارګــره خـپـل ایـمـان غـیـرت ښکاره کـړه

پـــاڅـه پــاڅـه ولې ناشته یی؟ ځان ته نوی ژوندون جوړ کړه

د کلـــو وږی شاهین، د دښنه پــــه غـــــــوښو مــــــوړ کـــړه

مست سېلاب شه انــــقـــــلاب شه ارتـجـاع پـه تــــراره کــړه

شابـــه شابـــه ای کارګــره خـپـل ایـمـان غـیـرت ښکاره کـړه

سیدال سخندان


ناشته: زړخوږی
دښن: دښمن

اواره: در په در