پـیـشګام
۰۱ جنوری ۲۰۲۲



پیشګام، د روشنګرۍ په لور مخکښ ګام

د افغانستان یو لاسپوڅی دولت ړنګ او بل لاسپوڅي ته د ارګ واګې ورکړل شوې. موږ له پخوا پر دې باور درلود چې لاسپوڅي او تالي څټي دولتونه نه پايي. ستمګرو امریکايي ـ ناټويي ځواکونو په تیرو شلو کلونو کې داسې ربړونې، جنایتونه، ناتارونه او وژنېتر سره کړې، چې د انسانیت او د یوویشتمې پیړۍ پر مخ یې تورداغ پریښود. دا ټول جنایتونه د «بشري حقونو»، د «ښځو حقونو» او د «دموکراسۍ» او «تروریزم» سره د جګړې تر نامه لاندې وشول. د دې وژنو او بلوسګرۍ پایله، د امریکا او غرب د بلې غلامې ډلې، فاشیستو طالبانو واکمني ده. په لومړي دور کې قاتل او لوټمار جهادیان له چپاولګرو تکنوکراتانو سره د امریکا په چوپړ کې ووچې د زیارکښو او بیوزلو انسانانو وینه یې تویوله او خلک یې د نیستۍ او دربدرۍ ګړنګ ته سوق کړل.
موږ یو شمیر هم انده او همفکره ملګري په تیر شل کلن تجاوز او تیري کې د دې تر څنګ چې د ښکیلاک او د هغوې د لاسپوڅو په ضد وو، په ورته وخت کې مو د طالب بربریت، د داعش قساوت او د جهادیانو قتل، لوټ او خیانتونه افشاء او ښکاره کول. موږ د یو خپلواک افغانستان چې ټولنه یې پر دموکراتیکو او سکیولارو ارزښتونو ولاړه وي، پلويان وو او د ستمځپلو د آزادۍ او برابرۍ په پار مو د زبیښاک او استثمار  په ضد د مبارزې په اړتیا ټینګار درلود.
د فاشیستو طالبانو له واکمنیدو سره زموږ په اند شرایطو او حالاتو رادیکال بدلون نه دی موندلی. له پیله معلومه وه چې د ب.۵۲ دموکراسۍ وخت تیریږي او د امریکا د ستراتیژیکو موخو د پلي کیدنې په پار د  بنسټپالۍ بل مخ، یعنې طالبان د قدرت په ګدۍ ډډه وهي. د امریکا ښکیلاکي تاریخ ښوولې چې تل یې پر فاشیستو، بیرحمو، جنایتکارو او جاسوسو او وطن پلورونکو ځواکونو حساب کړی او باید یې هم وکړي، ځکه همدا ډلې او ټپلې کولای شې د امریکا او نورو مرتجع دولتونو د موخو د تطبیق لپاره کار وکړي.
امریکا او د هغه پخواني تکنوکراتو لاسپوڅو، طالبانو او جهادیانو د نورو بدمرغیو او ناورینونو تر څنګ، څو جدي ناخوالې جوړې کړي دي. دې دښمنانو زموږ ملي پيوستون او وحدت لازیانمن کړ، دموکراسي یې په وینو، لوټ، تالان او جنایت ولړله؛ خلک یې ووژل، نیستۍ، بیوزلي، ناروغي، بدلمني، سوالګري او اعتیاد یې په بی ساري ډول زیات کړ، د بنسټپالۍ اور یې بل وساته او د جهادي او طالبي نوکرانو تر څنګ یې، داعشي نوکران هم وروزل چې پرینږدي افغانستان په هیڅ ډول د یو رښتیني دموکراتیک دولت څښتن شي. له بده مرغه، امریکايي خونړۍ دموکراسۍ ډیری روڼ اندي داسې نشئه کړل چې ګنې خپلې فاضله مدینې ته رسیدلي وي. که چیرې په تیرو شلو کالو کې زموږ روڼ اندو د سفارتونو د ورونو ډبولو په ځای، د یو سکیولار، دموکرات او آزاد افغانستان لپاره خوله تویه کړې وای، کار یې کړی وای او د ولسي پرګنو پر اتحاد او پیوستون یې تمرکز کړی وای، نن به زموږ ولس د وحشت او بربریت د بلې چړې لاندې پروت نه وای.
د اوسني ناورین په پام کې نیولو سره موږ هوډ کړی چې د تیر په څیر روښانتیايي کار ته دوام ورکړو. په دې هدف مو د «پیشګام» خپرونې د پیلیدو تصمیم ونیو: د هر ډول اشغال، نیواک او ښکیلاک بربنډول؛ د طالبي او جهادي فاشیستانو په وړاندې مبارزه؛ د سیمې ارتجاعي دولتونو او د هغوې د جواسیسو د څیرو افشاء کول؛ د لوټمارو، خاینو، او خاین پلوه تکنوکراتانو د ماسک او نقاب څیرول او رټل؛ د جنایتکارانو د تطهیرولو د خاینانه چلند بربنډول، پر پوپولیستی چال چلند نیوکې، د آزادۍ او سکیولاریزم او د ملي وحدت د ټینګښت په پار هڅې، د میرمنو د حقونو دفاع او ملاتړ، د زیارکښو پرګنو د منافع او ګټې ننګه، د مخکښ هنر او ادبیاتو بډاینه او د شنډ او ارتجاعي هنر افشاء؛ د «پیشګام» اصلي کار جوړوي.
«پیشګام» د روښانتیايی غورځنګ  یوه برخه ده. موږ باور لرو چې د ذهني بدلون له لارې کولای شو عیني بدلونونو ته لار هواره کړو. موږ باید ذهنونه په نوي او مخکښ فکر سمبال او مسلح کړو چې بیا بیا په تورو ګړنګونو کې نابود او تري تم نشو.