خوشحال خان خټک ـ استوونکی: احسان استوار
۱۸ اپریل ۲۰۱۷



ښــه خــبــره

هـــــر نااهــــــل مـــزه څه زده دخــبــــــرو
دخـبـــــرو لـــذت ښه دی تــــــر شکـــــرو
چـــــه دانایـــې پـــــــه دانش سره انشاء کا
یــــــوه ښه خـــــبـــره بـهـه ده تــــــــر زرو
بـــې استـــاده شاعــــري بې لارې تلـه دي
یـــــاوه ګـــوی ګـــرزي پــه لـــــوړو په ژورو
د  شهباز  و  د عنقـا  بــــــرابــــر نـــــه  دي
مـــــچ او مــــاشی چې الـــوزي پــــــه وزرو
تــــفــــاوت د خـــــاص وعامو سره ډیر دی
بـــــرابـــــر نــــــه دی شبه لـــه مـــرغلـــرو
پــــه چارم آسمان به ناست لکه عیسی وم
کـــه آسمان ته آلواته شوای پــــه خــبـــرو
عــام به چیرې دخوشحال په ویل پوه شي
دګــوهــــرو قـــدر څه زده ښیښه ګـــــــرو