زنده یاد "محمد هاشم زمانی" شاعر آزادیخواه جنگ میهنی
افغانستان علیه استعمار روسی در دهۀ هشتاد میلادی

اول آګست ۲۰۱۷



ای خلقیانو پرچمیانو مرگ پرتاسی!


ای خلقیانو پرچمیانو مــــرگ پــــرتاسی

د روسانو مــزدورانــــــــــو مرگ پـــرتاسی

«نابغه» احمق تــــره کی ستاسی څه شو؟

د«هــــورا»غزل خوانانو مــــــرگ پــرتاسی

نا«امین» سره څه وشو چیرتــــــــــه ولا‌ړه

خاینانــــــــــو احمقانـو مرگ  پــــــرتاسی

د روس فــــــوځ بــبـرک راوسته کابل تــه

د روسانـــــوغــــــــــلامانــو مرگ  پرتاسی

د وطن د آزادۍ ساتـونکی نـــــه یــــاست

غلامانـــــــــو بی وجــــدانـو مرگ پرتاسی

د وطن د مورکمیس مــو په روس خرڅ کړ

د روسانو گــــــــــوډاگیانو مرگ پــرتاسی

دخــــــــونخواره روس بادار فــرمانبــردارو

حـــرامیانـــــــو خاینانو مــــــرگ پـرتاسی

تالی څټه غلامانــــــــــــــو حلقه بگــوشو

کــــــــــوڅه ډبو جاسوسانو مرگ پرتاسی

بی شرفه بی وجــــــــدان وطــــن فـروشو

خاینانو غـــــــــدارانو مـــــــــــرگ پرتاسی

دا ښایسته افغانستان مـــــــــو ویرانه کړه

خـــــرابکارو رهــــزنانـــــو مـــرگ پرتاسی

د وطن پیغلی ځوانان مو قتل عـــــــام کړ

ای د قـــــــوم قــاتلانــــــــو مرگ پرتاسی

د افـغـــان د نسله نیاستۍ روسان یاست

د روسانــــــو فرزنـــــــــدانو مرگ پرتاسی

د افغان وطن کښی نــــه شۍ ټینگیدلی

ای روسانو ظالمانـــــو مــــــــــرگ پرتاسی

 

۱۴ فبروری ۱۹۸۱م