ملنګ جان استونکی: احسان استوار
۱۲ اپریل ۲۰۱۷
بې رحمه زمانه
ځمکې تورلباس ګوزار کړ
فلک تش شو ستـارو نه
په تمام جهان رڼا شوه
زه لار نه ګورم تیارو نه
***
اننګي مې دواړه شنه دي
د ظالم سپیـړې خـورمه
څه بې رحمه زمانه شوه
غږ مې ټپ شو دنارو نه
***
ګناهګار شوم چې حق غواړم
نن د عــدل په دنیـا کې
شنه توتیان مې نه خلاصیږي
د صیـاد ظــالم پنجــرو نه
***
سربازي زما پیشه ده
خلک یې څله راته ښیي
نن سبا به مې خدای خلاص کړي
د نفـــــاق د زنځیــــــرو نه
***
زه ژوندی یم لامړ نه یم
خلک مې بولي میرات ولې
خونړۍ سیــلابه راشــه!
پښتونخوا دلوړو غـرو نه
***
هرګز وچې نه شوې نم نه
دا زما ملنګ جان سترګې
هره شپه مې راځي خوب ته
شهیــــــدان د ادیـــرو نه
*****