ملنګ جان ارسالی ـ احسان استوار
۲۵ مارچ ۲۰۱۷

 



داغیارو نوکري

تـولعنـت په هغه چا شـه چې پـه کام سوداګـــــــری کا
د پنځــو پیســـو دپـاره  داغیــارو  نـــــــــــوکــــــري  کا

بله  نشــــته هســـې لـــــویــــــــه  مرتبــه  دآزادۍ  نـه
چې یې واک دبل په لاس وي پـه دې څه که افسري کا

خدایه هسې زوی لوی مــه کړې دافغان په کورنۍ کې
چې لــــــــــه ننګه بې خبروي او دښمن پرې باداري کا

هغه سر بـــــه بختور وي چې دکام مخ کې شي خاورې
ځـــکــه کام  یې  پس  لــه مرګـــه په مزار جمع آوري کا

قــربانـــیـږه ملنـګ جــانـــــه دهغــو خلـکو د زړونـــــه
چې د کام له مینې ډک وي د هیواد خپل غمخوراي کا