ملنګ جان ــ ارسالی احسان استوار
۲۱ مارچ ۲۰۱۷



پســرلی

مــوسـم دپسرلي دی ولې زه پــــرې نـــه پـــوهیږم                پــر مـا بـاندې تـوفــان دی
ستـم دزمانې له لاسه ورځ په ورځ زیـــــــړیـــــــږم                 پـــه بــرخــه می خزان دی

***

موسـم دپسرلي دی پـــه وطن بــــــوی دجنت دی                خــو زړه چـې پـــه کرار وي
بې درد به ځې میلوته په دردمندو جوړ قیامت دی                چـې ما غـونــدې بیمار وي
خـــنــــدل دهغه مشـره سره څــــــه مناسـبت دی                 چې قام یې خوار و زار وي
ګلان ټـــول پــــه خندا دي زه لــه ډیــرغمه ژړیـږم                پـــه مـخ مـې رود روان دی

***

نــــن جـــوړ دی په ګلشن کې سرودونه دتوتیانــو                 مـــوســــم دی دګــلونــــو
زمــــا لــــــه غــوږونــــه ځې زګیــروي دماشـومانـو                 چې مــړه دي پــه بـمـونــو
پــــــه چـا وژاړم خــــدایـــــه چې زماپــه عــزیزانـو                  اور بـــل دی دظلـمـــونـــو
خالقـه ددنیاعـدل انــصـاف تـــــه حیــرانـــــــیــږم                 دا څـــه رنګـــه جهـان دی

***

نــــــه عدل نه انصاف شته دا دمخې دسیسې دي                 مـظلـوم لـه پـاره چــل دی
نـه ښه شته نه ښه والی خو دښو خلکو پیښې دي                 چې ښه یې بــولې غل دی
ظاهر کې سرقندونـــــه مخ یې وګــورۍ نخرې دي                 پټ زهــر ښکاره عسل دی
ښه واوره ریاکاره پــــــه فریب دې نـــــه غـــولیــږم                 په مخ کې دې شیطان دی

***

راپـــــورتـــه نبـاتاتـــو کـړل لــــه خاورو نـه سـرونـه                 دښـه ژونــــــد سلسـله ده
پـــــر مـا داستعمـار پراتـه دواورو انــــبـارونــــــــــه                 هـم هـاغسـې څیلـــــه ده
زما دژونـدانـــــه باغچه ګۍ نــــه نیسي ګلــــونـــه                 راپــیــــښـــه کشـالــــه ده
غمجن زه ملنګ جان یـــــم لــــه غمو سره لوبیږم                  هـــمــدغه مې ګذران دی

*****