علی سینا
۲۶ جنوری ۲۰۱۷


رهبر دپوهنې وړنګن مشال

افغانستان هغه هیواد دی چې نړیوال ښکیلاک د سیمه ایز او هیوادنۍ ارتجاع په همغږي د پیړیو را هیسې هرکله دلته یرغل کړی او زمونږ دهیواد ټوله مادي او معنوي شتمني یې لوټه او تا لا کړې ده . که له یوې خوا د پرله پسې یرغلونو په پایله کی داهیواد د پرمختګ او بدلون څخه وروسته پاتې دی ، بله لویه غمیزه یی هم را پیښه کړی ده . هغه داده چی دلته روڼ اندي او په خپلواکۍ مین بومیاوې یی هم و‌ژلي او دهفو دفکر او ودې مخ نیوی یی په بیلابیلو پلموکړی دی.
په تیرو نږدې څلورولسیزوکې که له یوې خوا (خلقیانو - پرچمیانو ، مجاهدینو - طالبانو) زمونږ هیواد یی د ویجاړۍ او وروسته پاتی توب کندوته غورځولی او د دې هیواد رښتیني بچي یې وژلي او هیواد یې په ورانو کنډوالوبدل کړی دی، له بلې خوا د لویدیځ نړۍ خوره ښکیلاک په مرسته او لمسون دا دی د ولسواکۍ او بشري حقونو ترنامه لاندې هم هغه ورانی او سړي وژنې یې کړي چې لاتردې دمه دا لړۍ یې روانه ده. دلته انسانان وژل کیږي ، کلي او بانډې ورانیږي، ملي شتمنۍ تالا او لوټ کیږي ، ولږه او بیوزلي ډیریږي او دځنګل قانون چلیږي. دا ځکه پیښیږي چې دلته دولسي اوخپلواکو خوځښتونو ، بنسټونو او دروڼ اندو شخصیتونو مخه نیول کیږي. په تیره بیا دغه چار دپردو لاسپوڅو او مریانو له خوا ترسره کیږي.
که چیرئ دانګریزانو، روسانو، امریکایانو، سعودی، ایران، پاکستان او داسی نورو هیوادونو عملي سیاستونه، تیري او لاسوهنې زمونږپه ګران هیواد کی سره پرتله شي ، که څه هم د ټولو یرغلګرو هیوادونو دسیاستونو او د حکومتونو بڼې سره توپیر لري خو هغه څه چې د دې ټولو ترمنځ ورته والی لري هغه داده چی دا هیواد باید خپلواک سیاست، اقتصاد، فرهنګ او ... ونه لري . دلته هرکله ځکه د پوځي او اقتصادي ځواک څخه ګټه اخیستل شوې چې ترڅو په هیواد مین، خپلواکه، دپرمختګ پلویان او دروڼ اندو افغانانو مخه ونیول شي چی خپلو- دښکیلاک ترناتار لاندې - دوګړو پرګنو ته لاس رسي ونه لري. او ان تردې چې وژل شوي دي، ترڅو دغه ځناور تاړاکګر - دناپوهۍ تورو تیارو کې ـ خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي.
دلته په هیواد مین توب، خپلواکي غوښتنه، روڼ اندتوب، پرمختیا غوښتنه، د وروسته پاتی دودونو څخه کرکه، ارتجاعی او محافظه کارو ډلو پرضد علمی دریځ نیول او...، تل دلاس پوڅو او دپردو ترجغ لاندې افغانی حکومتونو او دهغوی بهرنیو بادارانو له خوا ګناه ګڼل شوی او د هغو مخه نیول شوی او د داسی فکرونو او خوځښتونو مشران او بومیاګان یی وژلي دي.
دشلمې پیړۍ داویاومې لسیزې په پای کې، کله چې روسي "سره پوځ" او دهغوی لاس پوڅو (خلقیانو – پرچمیانو) په مرسته زمونږ په هیواد یرغل وګړ، دوی زرګونه داسې روڼ انده مبارزین او خپلواکۍ غوښتونکي شاه زلمیان او دپوهې او عمل غوره بیلګي او ولسي مشران یی ووژل او یا یی جیل ته واچول.
دهیواد دخپلواکۍ او پرمختګ غوښتونکو افغانانو دکتار په سرکې کښی یو هم زمونږ دهیواد دزیارکښو پرګنو ګران ملګری او د« خلکو دآزادۍ بخښونکي سازمان » ستر بومیا (مجید) و چی دسیاسي - ټولنیز اوانقلابی پوهنې په رڼاکې او دښایسته اخلاقو سره سره دعمل په ډګر کې په بې ساري توګه وځلید چې د افغانستان معاصر او راتلونکی پرتمین تاریخ به پرې ویاړي او دهغه تګلاره او سیاست به د ملي او انقلابي خوځښتونو بیلګه او لارښود وي. زمونږ دهیواد زیارکښان او بې وزلي به هیڅکله دهیواد پلورونکي (خلقیان- پرچمیان ) ونه بخښي. دهغه لارښوونې او سپیڅلې کړني او عمل زمونږ دآزادۍ او دښکیلاک دجغ څخه دخلاصون یواځینۍ لیاره ده، دا له دی کبله چی خپل هر راز کړنې د خپلو اندیښنو پر بنسټ کولې او دهغه سیاسي او هر راز اندیښنې د علم په دریاب کی ریښې درلودلې او هرکله به یی دنویو او معاصرو علومو د پرمختګ سره همغږي درلود. له بده مرغه او په ډیره خواشینۍ سره هغه په داسې پړاو کې دهیواد دښمنانو له خوا ووژل شو چی افغانستان او دهغه پورې اړوند سازمان په یوه ځانګړي حالت او پیر کې ټیکاو درلود. زمونږ ولسی او ټولنیز انقلاب دهغه ستر بومیا لارښوونو ته ډیره اړتیا درلوده چې له بده مرغه زمونږ هیواد هسې بومیا له لاسه ورکړ. له نیکه مرغه زمونږ بل ملی اتل او نومیالی مشرد میدان ډګر ته ودانګل او د سازمان رهبري یې په غاړه واخیسته . پروفیسور"عبدالقیوم رهبر" هغه دعلم او عمل بی ساری کس و چی دعمل ډګر ته یې ودانګل او د ساما د مبارزینو او قهرمانانو دبومیاګلوۍ دنده یې په غاړه واخیسته چی نه یواځې په پوځي ډګر کې چی په سیاسی، فرهنګي او تشکیلاتي چاروکی هغه څه یی هیواد او سازمان ته په یادګار پریښودل چی راتلونکی تاریخ به پرې ویاړي.
رهبر په پوهنیز او انقلابی ډګر کې هغه ځانګړتیاوې درلودې چې نه یواځې په افغانستان کې ان دنړۍ د خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو په لړی کې به لارښود وي. رهبري او بیا په ځانګړې توګه د انقلابی سازمانونو رهبري هغه هم په دې وروسته پاتی ټولنه کی د هرچا کار نه دی، چی دلته یواځې په ګوتو شمیرکسان کولای شي چی دا د اور سکروټه په خپل لاسونوکې ونیسی. په هغو ټولنو کې چی د سواد او بیا دسیاسي پوهې کچه ډیره ټیټه وي او ولس او هیواد باندې لوی پوځي تیری هم شوی وي، دلته رهبریت یو ډیر ګران کار دی، خو دا لکه د رهبر په څیر هوډمن، په معاصرو علومو باندی سمبال او د زړورتیا او میړانې بیلګه دی چی دا شان ګران کار ته چمتو کیږي. __رهبر په انقلاب، خپلواکۍ، ساما او ملګرتیا مین او قربانۍ ته چمتو شخصیت و. د خلاصون لیاری به یی په کوټو او دمیزونو تر شا نه لټول، بلکه د هڅو او زیارکښلو په ډګرکی به یی د حل او د مبارزې د دوام لیارې موندلې.
ساما هغه انقلابي او په معاصرو پوهنوسمبال سازمان دی چی د هیواد د خلاصون لپاره په ملی او مستقله سیاسی فکریی باور دی او غواړي چی افغانستان هم حق ولري چی د نړی دهیوادونو په کتار کی مستقل او خپلواک هیواد وي او د پرمختګ بیلابیلو پړاوونو څخه بریالی تیر شي. زمونږ په هیواد او سازمان مین رهبر خپل هوسا ژوند په یورپ کې پریښود او دهیواد خپلواکی ته د رسیدو لپاره د وران او ویجاړ شوي افغانستان دودانولو په تکل، په نه ستړې کیدونکو هلوځلو شپه او ورځ په کار بوخت شو. هغه دلته د روسانو، امریکایانو، سیمه ئیز او هیوادنۍ ارتجاع په ضد په تشو لاسونو خو په ښایسته او علمي پوهه، د وګړو مریی توب او فکری زندانونو دخلاصون په موخه په کار پیل وکړ. __دا د پنځ د شتون یو اساس دی چې د نویو اوزړو ښکارندو تر منځ تل ترتله تضاد او نه پخلاینه دهَ، نو په ټولنیز او سیاسی هلوځلو کی دا اصل هرکله عملی کیږي. د دی اصل په اساس وو چی کرغیړنو، وروسته پاتو، هیواد دښمنو ، د بهرنیانو لاس پوڅو او سیمه ئیز ارتجاع په لمسون زمونږګران رهبر په پاکستان کښی د دلوی میاشتی په اوومه په ۱۳۸۶ هجري شمسي کال کی دپیښور په حیات آباد سیمه کې له ژونده بې برخې کړ. ساما او افغان ولس یو رښتینی، انقلابي، پوه او ژمن رهبر له لاسه ورکړ. دوی وکولای شول چی هغه په شهادت ورسوي او د ملی او مترقی خوځښت څپاند سیند له څپو وغورځوي او د خپلواکۍ بیړۍ مترقي کڅ ته رسیدل تریوې لنډې مودې ټکنی کړي.
د هیواد غلیمان او د پرمختګ ضد ځواکونه کولای شي چې د دښمنانوپه مرسته په هیواد مین ووژني او د مبارزې له ډګر څخه یې کوښې ته ولیږدوي، خو نه شي کولای دهغوی فکراو اندیښنې له منځه یوسي، داځکه چې دا فکرونه د علم او پنځ د بدلون او بشپړتیا پر بنسټونو او قوانینو پایښت لري.
محافظه کار ګوندونه او ارتجاعي ځواکونه به وکولای شي د څه وخت لپاره د شرمه ډ‌ګ شتون او ژوندون ته دوام ورکړي، خو داسې ورځ راتلونکې ده چی دوی به په ډیرشرم سره دخلکو له خوا د مرګ کندې ته سپارل کیږي او د تاریخ تورمخي به یې برخه لیک وي .
ــ مړه دې وي سیمه اییزه او افغانی ارتجاع!
ــ مړه دې وي امریکایی - ناتویی یرغلګراو ښکیلاکګر!
ــ ژوندي دې وي روڼ انده او خپلواکي غوښتونکي خوځښتونه!
ــ ځلانده دې وي دساما دنومیالیو سرښندونکو تل پاتې نومونه!