عــلــی ســیــنــا
۲۸ اپریل ۲۰۱۸
د ثور اومه او اتمه په هیواد کښی بله کرغیړنه د بدمرغۍ ورځی
زمونږ هیواد چی له بده مرغه د لسیزو او پیړیو راپدیخوا د اور په لمبو سوځي او هیوادوال مو خپلو په وینو کی کباب اوکړیږي. دلته وینه څښونکو انسانانو د خلکو ژوند یی مجبوریت، کړیدل، زوریدل، په غمونو کښی لمبیدل، ویره او ماتم ګرزولۍ؛ هوساینه، خوشحالۍ، مینه او د ژوند څخه ګټه اخیستل یی هسی یو خوب او خیال ګرزولی دۍ.
که د هیواد تاریخ ته په ځغلنده توګه ولیدل شی، دلته نه یواځې نړی خورو امپراطورانو او ښکیلاکګرو هیڅ راز انسانی ترحم زمونږ پر ولس ندی کړۍ، چی دی هیواد کښی هر کله هیوادني مزدورانو او هیواد پلورونکو د بهرنیانو سره په تړاو کښی خپل هیواد یی د بهرنیانو یرغل ته چمتو کړۍ دۍ.
په معاصره تاریخ کښی هماغسې چې د ثور په اومه خلقي او پرچمي هیوادپلورونکو ژویو هیواد یی روسي یرغلګرو سره ویجاړ کړ چی دا ماتم د هماغه ځایه پیل شو؛ د ثور په اتمه هم نورو هیوادپلورونکو « تش په نامه مجاهدینو » او د هغوی نه وروسته کرغیړنو او پرمختګ سره دښمنو طالبانو خپلو حیوانی موخو ته د رسیدو په خاطر هیواد یی داسې ویجاړ او په کنډوالو بدل کړ چی وینی څښونکي ژویی هم دا شانته کار نه کوي.
څرنګه چې دې دوه ځناورو ډلو د هیواد ټول ملی ارزښتونه، شتمنیۍ او بنسټیزه، د تولید او محصولاتو بنیادونه یی له منځه وړي او هیواد یی فقیر او سوالګر ولس ته بدل کړي دی ؛ دا دۍ امریکایی او دهغوی ناتویی – افغانی « تکنوکراتانو، مجاهدینو، خلقی – پرچمی ، تسلیم شویو نورو کیڼ لاسه ډلو» غلو او لوټمارانو دا مظلوم ولس او وران هیواد یی تر خپلو وینوڅښونکو ځناورو مښکو لاندی راوړۍ او د دی ولس ساه یی آخرنۍ سلګیو ته رسولاۍ دۍ.
لومړۍ هیواد پلورونکې ډلې د "دموکراتیک" او "سوسیالیستی" نظام په نامه، دوهمې او دریمی د اسلامی او امارتی نظام د راجوړیدو په نامه او دا دې وروستنیو ژویو د دیموکراسی او انساني حقوقو ته درسیدو په پلمه بیشرمانه یرغل کړې دې.
د دی ټولو ډلو کړنو او افغان ولس سره د دوی چال چلند « حکومت دارې او عامه خدماتو» ته چی وکتل شي ډیر په روښانه ډول لیدل کیږي چی د هغوی تر منځ هیڅ راز د موخو او عمل توپیر نشته او ټول یی افغان ولس ته وینې زبیښونکي او داړن ژوي دي؛ د ټولو داړې یی دافغان ولس په پاکو او سپیڅلو وینو ککړ دي چې هیڅ باشعوره او د کمې پوهې خاوند هم ترې سترګې پټه ولې نشي.
دوی ټول زمونږ مظلوم او غمزپلې ولس ته یو شان دي ، دعمل او کړنو په ډګر کی توپیر نلري.
وحشي خلقیانو – پرچمیانو د یرغل او لوټمارې لیارې پرانیستلې او ملیونونه انسانان یی د "سره پوځ" په ملګرتیا ووژل؛ بی فرهنګه او لاس پوڅو مجاهدینو پاتی سیمی او انسانان یی ووژل؛ طالبانو د هر راز ودې او ترقۍ دروازی وتړلۍ او دا دۍ د ۱۳۸۰ کلونو را پدیخوا هم زرګونه بی ګناه او غیرنظامی افغانان یی ووژل او هیواد یی مختلفه جګړو میدان ګرځولې؛ د لوږۍ او بیکارۍ کچه ډیره لوړه شوۍ؛ امنیت او مصئونیت ان دکابل ښار شتون نلري؛ د هیواد څخه عام وګړو او په ځانګړی توګه د ځوان، تعلیم یافته او روڼد انده کسانو تیښته لوړې څوکۍ ته رسیدلې او د نارضایتۍ او مخالفت کوکارۍ او کریکۍ تر اسمانه جګی شویدي.
د دۍ څلوروو روستنیو حکومتونو یووالې، یو شان ته توب او روښانه نښې نښانې دا دي چی دوی ټول مریان، په بهرنیانو تړلي، لاس پوڅي، هیوادپلورونکي او ولس دښمنتوب دې چی په ډاګه او لمر شانته روښانه او نه پټی دونکې دي. دوی افغان ولس په بیلابیلو بهانو وژني. داسې څوک به وي چی ګواکې د دوی هغې پلانې ډله بیګناه هیوادوال یی نه دي وژلي او ملي ګټو او ارزښتونو ته یی خیانت ندې کړې؟
سره د دې چې طالبان د پردیو په لمسون او مرستو سل هاوو زره افغانان وژلي او ترځناورو بده څیره یی دی ولس ته ډالۍ کړې، خو دا دۍ هڅې روانی دي چی لکه راکتیار ګلبدین په شان یی سیاسی قدرت کی شریک کړي؛ همدا شان چی ژوۍ ګلبدین دتور لست څخه وایستل شو او دا دۍ دپاکې پرښتی په شان د ناز او نعمت په ټال سپور دۍ ؛ یوه ورځ به ژوۍ طالب به هم بخښل کیږي او د قدرت په نازونو کی وزانګي ، نو بیا به څوک دی مظلوم ولس ته چی د کورنۍ غړي یی د لاسه ورکړي او یتیمان او کونډی یی دغم شپې او ورځې سبا کوي، ورکړي؟ داعش خویی لانوې د ژویتوب او انسان وژنې ډله ده چی لیرې نه ده چې هغې ډلې ته هم د قدرت د ګډون وړاندیز وشي او وبخښل شي.
د نړۍ او افغانستان تجربو ښودلې چی امریکایان او دهغوی شانته نورو بشري ضد حقونو ډلې لکه د روسانو او نورو ښکیلاکګرو ډلو دا ښودلې چې هیڅ څوک د وروسته پاتو هیوادونو د ملي ګټو په فکر کښی ندي چی هر نړې خوره او نړی ویشه ډله خپل د ګټو د لاس ته راوړلو د پاره بیلابیلی پلمې کوي او غواړي چی د نړې خلکوته دوکه ورکړي.
په افغانستان کښی د لویدیزوالو یرغلګرو د شتون او د هغوی تش په نامه د دیموکراسی او بشري حقونو تجربوو ښودله چی په پردیو پورې تړلې حکومتو نه هیڅ کله نشی کولای چې خپل هیواد او د ولس پرګنو او ملی ارزښتونو ته ژمن پاتی شي. دا شانته حکومتونه او دهغوی په سر کی ټول مشران او چارواکي د پردیو په ډول ګډیږي او خپل له ځانه کوم واک نلري.
افغان ولس سره د دی چی ځپل شوۍ ، بی وسه ، ستړي ، ژوبل ، رټل شوۍ او د ژوندانه سختی سلګۍ باسي ، خو بیا هم بهرنیانو، ګوډاګیانو، هیوادپلورونکو او هر راز تیري کوونکو ته یو شان موقف لري؛ هغه داچی مریی توب نه مني او هر راز زور او زیاتی ته نه تسلیمیږي.
څرنګه چی دا ولس ستړي؛ ځپل شوۍ او د ډیرو ټولنیز مشکلاتو سره لاس په ګریوان دی، خو له بده مرغه تر اوسه د یرغلګرو پرضد یولاسۍ او یووالتیا نلري. دلته دهغي لومړې ورځی دیرغل نه تر اوسه منفی او مخالفتونه پیل او دوام لري.
د یاد نه دې پاتې نشي چی د طالبانو خوځښت او هڅې د یرغلګرو پرضد نه یواځی ملي او هیوادنۍ خوځښت ندۍ چی دې حرکت د ملي خوځښتونو او سازمانونو تر پراختیا په مخه خنډ او ځنډ هم پیدا کړۍ دۍ. که چیرته د طالبانو او د هغوی د بهرنیو مرستیالانو شتون نه واي، یقیناً چی دا اوس به د ملي آزادی بخښونکو قوتونو حرکتونو به شتون درلود. طالبان چی د بهرنیو سره د شرمه ډکی اړیکې لري او د هغوی څخه پریمانه وسلی او پیسې ترلاسه کوي، څرنګه چی یوه ارتجاعي او بیرته پاتی والتیا سره مینه ناکه ډله ده؛ ددې لامل ګرځیدلې چی مستقله او مترقي خوځښتونه ونه کولای شي چی شتون او سمون پیدا کړي.
دافغانستان غمیزه یوه زړه بوګنوونکې انسانی ناورین دۍ، دلته به جګړه او ورانی تر هغی دوام ولري چی تر څو د لودیزنړۍ خوره امپریالیسم او لیبرالیسم لکه د روسانو سوسیال امپریالیسم شانته ماتی ونخوري او تر هغه چی ولسواکه او ملی ارزښتونو ته ژمن ملی خوځښتونه او سازمانونه د ولس او پرګنو تر منځه شتون ونه مومي او یرغلګروته غاښ ماتوونکی دماتی ځوابونه ورنکړي، دا انسانی ناورین او غمیزه به پای ونه مومي.
تل پاتی خپلواکي، پرمختګ سوله، هوساینه، او ملی ګټو ته ژمنتیا یواځی ملی قوتونه او سازمانونه منځ ته راوستلۍ شي او د نورو ډلو ټپلو ټولی ناري او شعارونه د خلکو او پرګنود غولو ته یوه وسله او غولونه ده.
مړه دې وي یرغلګر او دهغوې ګوډاګیان!
تل پای دی وي دافغانستان دخلکو په خپلواکې غوښتنې مینتوب!
د یو خپلواکه ، مستقله او پرګنو سره ملګری ملی خوځښت او سازمان د منځ ته راتلو په هیله!
د تل پاتو ژوندي ملګرو ګران مجید او رهبر دلیاری یو لاروهونکی!
دغویی اتمه د ۱۳۹۷ کال