د"خروش رعد" خپرنیزی موخېِ

د «خروش رعد» انترنتي سایت د یوه اولسي، دموکراتیک، مترقي، الترناتیفې او نیوکې نیوونکې رسنۍ په توګه هوډمن دی چې د خپلو کارکوونکو او قلمی مرستندویانو د هڅې تربریده د اوسني وضعې د ټولیزې نیوکې چار، د تیري کوونکي امپریالیسم او ارتجاع پر وړاندې د نړۍ او د افغانستان د ښکیلاک ځپلو پرګنو د آزادۍ بخښونکو مبارزو، شرایطو او د بدلون د لارو چارو لپاره هراړخیزه ونډه واخلي او ورته پایښت ورکړي.
دغه سایت، د ۲۰۰۱ زیږدیځ کال څخه لاتر اوسه پورې، افغانستان یوه مستعمره او د ښکیلاکګر امپریالیسم ( په سرکې یې د امریکا تاړاک ګر امپریالیسم) د برلاسي په ځنځیر ښکیل بولي. په وژونکو او ویجاړوونکو وسلو سمبال وراسته مستعمراتی ـ ارتجاعي واکمنۍ تر سیوري، چې د تېري څخه لاتر اوسه د ښکیلاکګر امپریالیسم زیږنده او په ټولیزه توګه د«مشروعیت»، اولسي دریځ او د وګړو د پلوي څخه بې برخې او د اولس ښکاره دښمنان ګڼي.
د امریکې او ناټو د لوټمارو او تاړاکګرو د ښکیلاک او پر افغانستان باندی د ولکې په پلمه د ځینو ارتجاعی هیوادونو او ګاونډیو د ځواکونو د لاسوهنو او د کرغیړنو موخو د ترسره کیدلو لامل او په تیره بیا د ځایی شریر و مرتجعینو د پرمختګ اډانه کرځیدلی دی.
نو ځکه، د دې سایت د لیدلوري له مخې د امپریالیستي ښکیلاک غندل او پر شا تمبول، د آزادۍ او ملی حاکمیت برلاسي او د خپلواکۍ لاسته راوړل نه تیریدونکې دنده او ستره ملي استاځوالی دی. نو د دې سترو غوښتنو د سرته رسولو لپاره مبارزه او هڅا د «خروش رعد» د دندو په سر کې ځای لري. د داسې یوې لید لوري په لرلو زمونږ هڅه او هاند دا دی چې ترڅو دغه الترناتیف، اولسي، ژمن او انقلابي رسنۍ د ټولو تیري کوونکو امپریالیستانو پر ضد او په دې توګه د ملی، ډموکرات او انقلابی ځواکونو د مبارزو اوهځو بریښنده او د سیمی او ځایي مرتجعینو سره به ناباندی وي.
د «خروش رعد» رسنۍ، ډموکراسي د«متمدنو» دولتونو د واکمنۍ یو ډول کړنلاره بولي او د سیاسی روبنا یو توک ګڼي چې د اقتصادي بنسټ په چوپړ کې دی. نو ځکه د دغې بنسټ څرنګوالی او د یوې اقتصادی ـ سیاسی طبقاتي برلاسی دی چې د هرې یوې دموکراسۍ جوهر ټاکي او هغې ته طبقاتي خصلت بخښي. «خروش رعد» هغې ډموکراسۍ ته اړتیا لري چې په ټولنه کې د زیارکښانو د سیده واکمنۍ او د هغوی د سیاسی نظام زیږنده وي او په تیره بیا د هیواد د زیارکښانو او بې وزلو په چوپړ کې وي.
د امپریالیسم او ځایي مرتجعینو ترولکې ښکیل زمونږ په ګران افغانستان کې د ډموکراسۍ ډرامه او هغې ته اړوند بنسټونه(د ښکیلاک په مرسته) د وګړو د غولولو او د هیواد د مستعمراتي حالت د پټولو لاسوندونه دي چې د ښکیلاکګرو د ناتارد پایښت لامل ګرځیدلی دی. د امپریالیسم د سیده ولکی لاندې او د اولسی خپلواکۍ څخه بې برخې هیواد کې، د ډموکراسۍ او د وګړو د آزاد هوډ لرل هسې مټاکه خبره ده ( په تیره بیا ترقهرجنې استعماري ولکې لاندې ښکیل هیواد کې ). له ټولنیزه پلوه، ډموکراسي - د تیري کوونکو امپریالیستانو سره د وراسته واکمنانو یووالی - د ارتجاعي طبقاتي ماهیت د پټولو بې پایله هڅه ده.
«خروش رعد» د تلپاتي ویړ او رښتینۍ عدالت، برابرۍ، آزادۍ، ټولنیز او تولیدي مناسباتو پرمختګ ته ژمن دی. او د هفه په رڼا کې د زبیښاک، نابرابرۍ او تبعیض د ټولو ښکارندو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکوي.
د«خروش رعد» سایت د ښځو او سړیو د انډولۍ اصل ته ګروهمند دی. په دې ژمنتیا سره، په ټولنه کې د دې اصل د منښت او د هیواد تر ناتار لاندی د خواري کښو ښځو د حقونو خوندیتوب او پر ښځو باندی د ډول ډول ناتارونو، د تولیدي او ټولنیزو چارو څخه د ښځو بې برخې کولو او ګوښې ته لیږدولو د لاملونو بربنډول او هغو ته د رسیدلو د لارو چارو لټون او موندل، د دې سایت په مبارزاتی تګلاره کې یو خاص ځای به ولري. 
افغانستان د ټولو سره برابرو ورونو ملیتونو ګډ کور دی. د ملي یووالي بې ځواکي، د دې ګډ کور د اوسیدونکو ملي هویت پیژندنه تر پوښتنې لاندې راوستل او یا په هر هود، پلمه او یا انګیزه خلک سره دښنول؛ د عمده دښمن په څیر او زمونږ د خلکو د ملي او تاریخي دښمنانو په توګه (امپریالیسم او ځایي ارتجاع ) په ګټه او د ورونو ملیتونو په تاوان دی.
دغه سایت د خپل خپرنیز فعالیت له پیله د یوې الترناتیفې رسنۍ په توګه، د ژورنالیزم او د ادبي ـ کلتوری معیارونو کارولو ته ژمن دی.
پرته له هیڅ محدودیته په «خروش رعد» کې د ملي ـ ډموکراتیک زنخیر شلوونکي روڼ اندیزې اندتوګي: د خرافاتو ضد، د برابرۍ غوښتونکي، مخکښ او انقلابي د تیري او ښکیلاک د غندلو لپاره او د زبیښاک، ناتار، هویت وژنې، خرافات خوښونې، د ځان نه پیژندنې ( ازخود بیګانګي) د له منځه وړلو او د امپریالیزم او ارتجاع (نه یوه پرته له بله !) په وړاندې هر اړخیزه مبارزه په «خروش رعد» کې پرته له هیڅ ډول تنګسې به خپور شي.