پیشګام
۲۷ اگست ۲۰۲۳



«دویمه سقاوي»، د سقویسم بربنډول که د توکمیزې کرکې پارول؟

د «دویمه سقاوي» کتاب چې ظاهراً د شورای نظار او جمعیت اسلامي د جنایتونو د بربنډولو په موخه لیکل شوی، منځپانګه یې د پښتون واکمن طبقاتي شوونیسم پر ملاتړ ولاړه ده. دا کتاب سره له دې چې په اویایمې لسیزې کې د رباني ـ مسعود د اسلامي دولت جنایتونه، وژنې او ستمونه انځوروي، له ځان سره د توکمیزې کرکې ککړتیا هم لیږدوي. لیکوال په دقیقه توګه جهاديان؛ جنایتکاران، جاسوسان، مزدوران، قاتلان او لوټماران ګڼي، خو کله چې قلم یې پښتون اړوندو جنایتکارانو او داړه‌ مارانو ته رارسیږي، دریځ یې لړزانه او پیکه کیږي او داسې ځان ناانګاره اچوي چې ګنې د جنایتونو غوښینه برخه غیر پښتنو جنایتکارانو تر سره کړې ده. لیکوال داسې د جمعیتي، شورای نظاري او وحدتي او دوستمي جنایتکارانو په اړه غږیږي چې ګنې ټول جنایتونه همدوې تر سره کړي او ګلبدین، سیاف او طالبانو نه یوازې چې هیڅ ډول جنایت نه دی تر سره کړی، بلکې د پښتنو د «استازو» په توګه مظلوم واقع شوي او ناچاره د خپل حق په پار جنګیدلي دي.
له هغه ځایه چې نه په واکمن شوونیسم او نه هم په تنګنظرانه ناسیونالیسم نشو کولای د ولسونو پیوستون خوندي او د فاشیستو غلیمانو په وړاندې د ولسي مقاومت ریښتینې جبهه پیاوړې کړو، نو وموپتیله چې د دې ساري ناروغیو د افشاء په موخه د «دویمه سقاوي»ځینې مهمې برخې تر ارزونې لاندې ونیسو. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې یوازې پښتانه شوونیستان په دې کرکجنه ناروغۍ اخته نه دي، بلکې ډیر شمیر داسې غیر پښتانه فاشیستان او شوونیستان هم شته چې د پښتون د واکمنې طبقې د شوونیسم په پلمه د پښتنو پر ضد کرکه پاروي او آن پر بیرحمانه وژنې یې لیکنیزه نڅا کوي. موږ به په راتلونکې کې دا فاشیسم چې د تنګنظرانه ناسیونالیسم تر سیورې لاندې پټ شوی، هم بربنډ او افشاء کړو.
د کتاب لیکوال چې د حبیب الله کلکانی خادم دین رسول الله واکمني لومړنۍ سقاوي او د رباني ـ مسعود اسلامي دولت دویمه سقاوي ګڼي، لیکي چې«د سقاو زوي په واکمني سره په ټول هیواد کې یوه سراسري انارشي رامنځته شوه، نوې راټوکیدلی تمدن پرشا و تمبول شو، د خلکو عزت، حیا، سر او مال په خطر کې شو، پوهې او کلتور او د پرمختګ دروازې وتړل شوی» او «دا چې ولې دا اثر «دویمه سقاوي» ونومول شو، وجه یې دا ده چې د پیښو د تکرار ورتوالی سره زیات دی».
کتاب د توکمیز تعصب له امله یوازې د سقویسم له دوو بڼو غږیږي، حال دا چې که د افغانستان معاصر تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو نو سقویسم په بیلابیلو ډولونو راڅرګند شوی او لا دوام لري. د «دویمه سقاوي» لیکونکی، د دې په ځای چې سقویسم له ایډیولوژیک او فکري پلوه بربنډ کړي، هغه ته د قوم او ژبې جامه وراغوندي. دا سمه ده چې سقویسم له حبیب ‌الله کلکاني سره پیل شو، خو د تاریخ په اوږدو کې بیلابیلو واکمنو په مختلفو درجو یا د سقویسم ملاتړ کړی او یا هم د سقویسم پلي کیدونکي پاتې شوي دي.
سقویسم څه ته وايي؟ واردمخه باید یادونه وکړو چې دلته د«سقویزم» د اصطلاح کارونه، له هغه طبقاتي دریځ سرچینه نه اخلي چې واکمنه طبقه یې د حبیب ‌الله کلکاني د سپکاوي او تحقیر په موخه کاروي. همدا طبقاتي سپکوالی دی چې د «دویمه سقاوي» لیکوال هم په طعنه او پیغور حبیب ‌الله کلکانی لهبوټ خرڅوونکي سره مزدور، د سماوارچي شاګرد او د خان مزدور ګڼي. لیکوال په دې توګه غواړي ووايي چې قدرت، واک او دولت د شتمنو، پانګه والو او د اربابانو او خانانو کار دی نه د بزګرو او نادارو کارګرو.
له سقویسم څخه موخه هغه جریان او بهیر دی چې د پیل شوي پرمختګ مخه ډب کړي، شاتګپالي دود کړي، تمدن وځپي، ښځی ځپلی استبداد یې ورځنۍ چاره وي؛ د خلکو فردي، شخصي، ټولنیزه او سیاسي آزادی یرغمل کړي، مذهبي فاشیسم واکمن کړي، د ښکیلاک په مرییتوب او جاسوسي روږدی وي، ویره، ترهه او داړه ماري یې چلند وي او له ناتار او ناورین پرته بله بوختیا ونلري. سقویسم یعنې هغه اسلامي دولت او نظام او واکمنتیا چې د خلکو د هوساینې لپاره نه یوازې دا چې برنامه درلودلی نشي، بلکې د دیني استبداد په وسیله له مدرنیسم او پرمختګ سره دښمني کوي، له میرمنو سره جنوني عداوت لري او یوازینې دنده یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول دي. سقویسم، یوازې په اسلامي دولت او اسلامي نظام کې خپله څیره نه ښکاره کوي، بلکې ګوندونه او آن افراد کولای شي په سقویسم اخته وي. سقویسم په دوو بڼو راڅرګندیږي، یو ښکاره سقویسم چې په ډاګه دیني استبداد او شاتګپالنه غواړي او بل پټ، چې ظاهراً د «دموکراتو» او «متمدن پلوه» افرادو او ګوندونو لخوایې ننګه کیږي، چې دا بڼه یې له لومړنۍ خطرناکه ده.
لومړنۍ مسئله چې ورباندې ښايي تم شو هغه دا ده چې سقویسم یو ژبې او توکم او قوم پورې محدودول، د شوونیستي اند زیږنده ده. سقویسم ملیتي او قومي نه، بلکې ایډیولوژیک او سیاسي بهیر دی. که حبیب الله کلکانی د سقویسم بنسټ ایښودونکی وو، نو جهادیان د اسلامي دولت په اډانه کې د خپل قاید ریښتیني پیروان وو. د ګلبدین، سیاف او یونس خالص سقویسم د رباني، مسعود، مزاري او شیخ آصف محسني سقویسم سره کوم توپير نه درلود او نلري. همدا ډول د ملاعمر سقویسم چې لا د ملا هبت الله په بڼه ادامه لري، د حبیب الله کلکاني له سقویسم سره نه یوازې چې فرق نلري، بلکې لا بوین او وږمجن دی. د سقویستانو یو مشترک مخرج له «خادم دین رسول‌ الله» ننګه او له امان الله خان کرکه ده، یعنې د شاتګپالۍ ننګه او ملاتړ او له پرمختګ او تمدن کرکه. څرنګه چې مسعود او رباني او پلویانو یې د «خادم دین رسول ‌الله» ملاتړ کوي او هغه خپل «اتل» ګڼي، همداسې ګلبدین، سیاف، ملا عمر او ملا هبت الله هم د «خادم دین رسول‌ الله» خواخوږي دي؛ او څرنګه چې مسعودیان او جمعیتیان له امان الله خان کرکه لري، همداسې ګلبدینیان او سیافیان او طالبان هم له امان الله خان کرکه لري. پایله دا چې سقویسم ملیت او توکم، ژبه او قوم نه پيژني، هغه فکري لید دی چې دیني فاشیستان ورباندې باور لري او خپل سیاسي حیات او ژوند د همدې کرغیړنې ایدیولوژۍ په بقا کې ویني.
دویمه مسئله چې په دې کتاب کې وینو، هغه شوونیستي باور دی چې لیکوال یې توکمیزې کرکې پارونې ته هڅولی او په ښکاره نورو ملیتونو او قومونو ته سپکاوی او توهین کوي. لیکوال د دې تر څنګ چې په ناسم ډول باور لري چې «د سیاسي واک داخلي سرچینې» پښتانه دي، نور ملیتونه او قومونه په نامستقیم ډول ځان پلورونکي، د بهرنیو غلامان، ډارن او غوړه مالان بولي. «دویمه سقاوي» د ګوډاګي ببرک کارمل واکمنتیا ته په اشاره سره لیکي چې «دوی (روسانو) فکر کاوه چې لږ کي له سیاسي پلوه بی ثباته وي، ژر استعمالیږي او د خوږو ترخو زور ته ژر غاړه ږدي». خو لیکوال هیروي چې مرییان د هر ملیت او توکم چې وي، هیواد پلورونکي، جاسوسان، نوکران، ډارن او غوړه مالان وي. د افغانستان معاصر تاریخ په روښانه ښيي چې په هر توکم او ملیت کې داسې خاینان وو او دي چې په ډار او جبن او غلامۍ یې وطن په بهرنیو پلورلی او پلوري. که له شاه شجاع او نورو ښکیلاک پلوه پاچاهانو تیر شو، که ببرک کارمل د روسانو خوږو ترخو زور ته ژر غاړه کیښوده، تره‌کی، امین او نجیب هم په دې سیالۍ کې شاته پاتې نشول. که رباني او مسعود لومړی د پاکستان نوکران وو او بیا د روسیې، فرانسې، ایران او هند؛ نو ګلبدین، سیاف، یونس خالص، جلال الدین حقانی او نور هم په دې پړي تړل شوي وو او دي. که مزاري د ایران نوکر او ایجنټ و او که دوستم د ازبیکستان او ترکیې، نو ملاعمر او ملاهبت الله هم د پاکستان په نوکرۍ کې لوړ ځای درلود او لري.
لیکوال هڅه کوي دې کرکې پارونې ته د«علم» جامه وګنډي:«ټولنپوهنې، علم، عملي ورځني ژوند او کړکیچونو سیاسي، پوځي او اقتصادي شرایطو او د دې تر څنګ بهرنیو لاسوهنو دا په ډاګه کړې چې لږکي او د هغوې د حقوقو مدعیان د سختو بحراني شرایطو او له هغه سره د مبارزې تاب نلري». خو د «دویمه سقاوي» لیکوال چې په خپله په سقویسم ناروغۍ اخته دی، له یاده باسي چې د افغانستان په تاریخ کې هر کله چې زموږ هیواد تر تیري او یرغل لاندې راغلی، ټولو ملیتونو، توکمونو او قومونو په ګډه د خپل وس او توان په اندازه د ښکیلاک ضد مبارزې ته اوږه ورکړې او که په دې منځ کې هیوادپلورونکي او غلامان پیدا شوي نو له هر قوم او ژبې یې بیلګې درلودلی شو.
د «دویمه سقاوي» لیکوال چې باور لري د افغانستان سیاسي واک د داخلي سرچینو له مخې له پښتنو سره دی او له دې پرته هر څه چې تر سره کیږي هغه ناتار زیږوونکی دی، له دې کبله لیکي:«زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې درې ځله په ناطبیعي ډول او د پردیو په همکارۍ او مرسته د سیاسي واک داخلي سرچینې پرځای د واک د یوې مصنوعي سرچینې د جوړولو هڅه وشوه... دې هر ناتار زموږ ټولنه د پرمختګ له بهیر او نړیوال تمدن څخه په لسګونو او سلګونو کاله شاته کړه او د ګران افغانستان حیثیت او نړیوال حقوقي شخصیت ته یې درون زیان واړو.» په دې کې شک نشته چې «خادم دین رسول ‌الله» د انګریزانو او مرتجع ملایانو په مټ، رباني ـ مسعود او په ټوله کې جهادیان د پاکستان په ملاتړ او ببرک کارمل د روسانو په زور واک ته ورسیدل. خو بل اړخ ته داسې  ډیر پښتانه واکمنان هم تیر شوي چې په ناطبیعي ډول او د پردیو په همکارۍ او مرسته قدرت ته رسیدلي دي. که له نورو تیر شو، د «دویمه سقاوي» د لیکلو پر مهال طالبان د اسلامي امارت په بڼه د امریکا، انګلستان، سعودي عربستان او پاکستان د ګډې پروژې په توګه قدرت ته ورسول شول. که د خادم دین رسول ‌الله پاچاهي او د رباني - مسعود اسلامي دولت ناتار وزیږوو نو د طالبانو اسلامي امارت هم داسې ناورین رامنځته کړ چې ټولنه یې د هر ډول پرمختګ او تمدن څخه په سلګونو کلونو شاته وغورځوله. اوس هم ګورو چې دا سقویستان څرنګه له تمدن او پرمختګ کرکه لري او د افغانانو او د افغانستان حیثیت او ویاړ د خادم دین رسول ‌الله په شان لتاړوي.
د سیاسي واک داخلي طبیعي سرچینه، خلک دي، نه د ملیت او توکم ټیکه داران. دستمګرانو، لوټمارانو، مرییانو، جاسوسانو او مذهبي فاشیستانو «ملیت» او«توکم» یو دی. پښتون اړوند لوټماره حاکمه طبقه له ټولو لومړی له پښتون ولس او په تیره بیا د پښتون اړوند ټیټو طبقورسره خیانت کړی او کوي. همدا ډول د تاجیکو اړوند چپاولګره حاکمه طبقه تل د تاجیک ولس قرباني کړی او کوي. د ازبیک ستمځپلي ولس د همدې ملیت واکمنې ستمګرې طبقې زبیښلی او زبیښي او د هزاره واکمنان تل دا زیارکښ او تر ستم لاندې ولس د خپلو موخو لپاره قربانوي. دا ټول په ډاګه ښکاره کوي چې ولس او پرګنې چې د سیاسي قدرت اصلي داخلي سرچینې جوړوي، له بده مرغه نه یوازې چې واک نلري، بلکې د ټولو قومونو ستمګران هڅه کوي چې د دوې د یووالي، پیوستون او ګډې مبارزې مخه ډب کړي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې امان‌ الله خان یوازینې هغه واکمن تیر شوی چې د ټولو ملیتونو او وګړو د هوساینې او آرامۍ لپاره یې د خپل وس او شرایطو سره هڅه وکړه. همدا هم و چي هزاره‌ګان نه یوازې په کابل کې د امان ‌الله خان په ننګه د سقویسم په ضد وجنګیدل، بلکې په مقر کې د جاغوري هزاره‌ګانو تر څنګ د بهسودو، مالستان او نورو هزاره میشتو سیمو څخه په زرګونو خلکو د امان‌ الله خان په ملاتړ او د سقویسم په ضدد هغه تر څنګ ودریدل، حال دا چې په مشرقي او جنوب کې یو شمیر زیات پښتانه د سقویسم په ملاتړ بلواګانې کولې او د دې ناورین پلویان وو.
د لیکوال سقویسم هغه وخت لاروښانه کیږي چې کله اسلام ته رارسیږي. لیکوال سره د دې چې د «خادم دین رسول ‌الله» اسلامي امارت او د رباني ـ مسعود اسلامي دولت دواړو ته د دې امله چې نوې راټوکیدلی تمدن یې وځپو او د پوهې او کلتور او د پرمختګ دروازې یې وتړلې، د «سقوي» نوم ورکوي، خو له هغه ځای چې په خپله په سقویسم، البته د سقویسم په پښتون ورژن مین دی، نو وايي چې «د اسلام سپیڅلی دین د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ د وصل کړۍ حیثیت لري، ټول قومونه او وګړي پر اسلامي عقیده راټولیږي، نو په افغانستان کې د اسلامي عقیدې ټینګښت د افغانستان د ملي یووالي د ټینګښت سبب کیږي. د افغانستان ملي وحدت د ټینګښت لپاره د اسلام مبین دین، تبلیغ، ترویج او ټینګښت ته اساسي اړتیا ده.»
دا چې د اسلام کومه بڼه د ولسونو تر منځ د وصل کړۍ ده او قومونه ورباندې راټولیدلی شي، د لیکوال له توضیح دې پایلې ته رسیږو چې موخه یې سیاسي اسلام دی.«د اسلامی عقیدې ټینګښت»،«تبلیغ» او «ترویج» لپاره کار د یو اسلامي نظام دنده ده. لیکوال د «ملي یووالي د ټینګښت» په پار دا سفارش په داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې دوه اسلامي نظامونه هم مهاله واک چلوي: د رباني ـ مسعود اسلامي دولت او د ملا عمر اسلامي امارت؛ خو یو یې هم نه یوازې چې نشي کولای د افغانستان د ملي وحدت لامل شي، بلکې د ولسونو تر منځ وحدت لا ځپي او په نفاق یې بدلوي. که له دې دواړو تیر شو او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملاهبت ‌الله اوسنی اسلامي امارت وګورو، نو دې پایلې ته رسیږو چې نه یوازې ملي وحدت تامین نشو او نه کیږي، بلکې ورځ تر بلې د ولسونو نسبي وحدت زیانمن او پیوستون یې ټکنی شوی دی.
لیکوال په داسې حال کې چې ګوري د خادم دین رسول الله لومړی سقویسم، د ربانی ـ مسعود اسلامي دولت دویم سقویسم او د ملا عمر اسلامي امارت دریم سقویسم د دین او اسلام د وسیلې په کارولو سره د پرمختګ مخه ډب او پیلیدونکی تمدن پر شا وتمباوه او درې واړو سقویستانو د ښځو تعلیم او تحصیل فحشا وګڼله، خو لا هم د سیاسي اسلام پر ټینګښت ټینګار کوي. په کراتو مولیدلي چې د سیاسي اسلام ټینګښت له سقویسم پرته بله لاره نلري. د امان ‌الله خان پرمختللي سمونونه ملایانو، پیرانو او سیدانو وځپل. دې ملایانو د امان ‌الله خان په نوښت ټول هغه قوانین چې د پرمختګ لامل کیدل، د مذهب ناسخ او د اسلامی شرعې ضد وګڼل او دا ترقي غوښتونکی پاچا یې اړ کړ چې د فشارونو لاندې شاتګ وکړي. هر هغه څوک چې د سقویسم ضد وي، نشي کولای د سیاسي اسلام ننګه وکړي او دا ابزار د ملي وحدت د ټينګښت او پیوستون لپاره اغیزمن وګڼي. یوازینی کار چې سیاسي اسلام کولی شي، د شاتګپالۍ ترویج او حمایت دی او سقویسم د سیاسي اسلام افغاني ورژن دی.
د سقویستانو یوه بله ځانګړنه، استبداد او هغه هم مذهبي استبداد دی. په دې ځانګړنه کې د «دویمه سقاوي» لیکوال هم ورګډ دی. د سقویسم د بهیر له پیدو مخکې امان ‌الله خان د ټولو ملیتونو او توکمونو مذهبي مراسم او تکیه ‌خانې آزادې کړې او نه یوازې د هنودو او سیکهانو په وړاندې مذهبی تبعیض یې له منځه یووړ، دا قوم یې په دولتي چارو کې هم ورګډ کړ خو کله چې سقویسم له مذهبي استبداد سره حاکم شو او خادم دین رسول ‌الله اعلان وکړ چې «تمام رویه را بر طبق مذهب حنفی نمودم» دا مذهبي آزادي هم له منځه ولاړه. د «دویمه سقاوي» لیکوال چې د پښتون سقاویستانو د واکمنتیا ملاتړ کوي او د همدې لپاره د سقویسم له منځپانګې سره کومه ستونزه نلري، د خادم دین رسول‌ الله د سقویسم سره سم سفارش ورکوي چې «څرنګه چې د افغانستان د نفوس غوڅ اکثریت مسلمانان دي او بیا اکثریت یې د حنفي مذهب پلویان دي، نو د اکثریت د حقوقو په پام کې نیولو سره حنفی مذهب د هیواد د رسمي مذهب په توګه منل په کار دي... حنفي مذهب تر څنګ د بل مذهب رسمي کول په هیواد کې مذهبي او قومي اختلافونه زیاتوي او ملي وحدت ته زیان رسوي.»
دا ډول سقویستي سفارشونه نه یوازې چې ملي وحدت ټینګولای نشي، بلکې د سقویسم او استبداد د لا غښتلتېا او د ملي نقاق باعث کیږي. تاریخ ښودلې چې ملي وحدت هغه وخت د ټینګیدو خوا ته روان شوی چې د سیاسي اسلام او د سقویسم په ځای د مذهبي آزادۍ تر څنګ د تمدن جرس وهل شوی دی. موږ هغه پرمختللې ټولنې ته اړتیا لرو چې وګړي یې د نژاد، مذهب او قوم او ژبې پر اساس تبعیض او تفریق ونلري، دا ټولنه په سیاسي اسلام او په سقویسم نه جوړیږي؛ فرق نکوي چې د خادم دین رسول‌ الله سقویسم وي که د رباني- مسعود، که د ګلبدین- سیاف او که د ملا عمر- هبت ‌الله سقویسم. سقویسم یو زهرجن بوټی دی، ښايي له جرړې وویستل شي!